مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-12   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د وري انقلاب

اټک يوسفزی
 د ثور يا غوايي ( ٧ + ٨ ) دا هغه ورځې دې چې د هرافغان پر زړه يې داغونه او غمونه پرېښي دي او د وخت ټول ښي او چپ سياستوال يې تاريخ او قوم ته محکوم کړي دي ٠ څه کم څلور لسيزې وشوې چې مظلوم ولس دهمدغو دوو پرلپسې ورځو د عاملينو د هوس په ناورين کې سوځي او ولس هرکال په همدې ورځو کې خپلو شهيدانو ته ژاړي ، خيراتونه او تلينونه يې کوي ، خو سږکال ولس خوشحاله او هيله من ښکاري چې ددوی رايې به رنګ راوړي د هېواد ټپونه به ملهم شي او د شهيدانو ارمان به پوره شي، وينې او اوښکې به وچې شي ، هر افغان ته به د تېرو کړاوونو اجرونه ورکړل شي او هر افغان به غني شي ، د ولس مرۍ به د مفسد له پنجو خلاصه شي او د تازه ژوند او پرمختګ هوا به واخلي ، دهمدغو ارمانونو د پوره کېدو په پار سږ ولس د روان کال د وري په ١٦ شپاړه سمه او د ثور تر راتلو دمخه ولسي پاڅون او انقلاب وکړ او په داسې يو شخصيت يې اعتماد وکړ چې ګوندې د غوايي ټپونه يې ملهم او د اسلامي او افغاني غرور، وقار او ثقافت نړېدلي منارونه بېرته را هسک کړي٠
 خاموش اکثريت د رايو په ژبه غني ته د ملاتړ او ډاډ ورکولو تر څنګ د ولس دښمنانو ته جوته کړه چې نور نو د ظالم پر وړاندې پټه خوله او لاس تر زنې نه کښېني ، وطن جوړول ، ټپونه ملهم ، کرکه ورکول او ټول وروڼه پخلاکول غواړي٠
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery