مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

وزیرستان: وروستی تمځای

سپوږمۍ

 د وزیرستان د پرون او نن تحلیلي تاریخ.
دغه کتاب په ۳۰۰ مخونو کې نذیراحمد سهار لیکلی دی او سپوږمۍ راډیو په ښکلي کاغذ او مجلده بڼه چاپ کړی دی.
په کتاب کې له تاریخ مخکې دورې نیولې تر مغولو، احمدشاهي پېر، د پیر روښان، ملا پاونده مسید ، ایپي فقیر او بیت الله او حکیم الله مسید تر دورې پورې ټول تاریخي وقایع او له اوسمهالي وضعیت سره یې پرتلنې راغلې دي. د ډیورنډ تړون خلاف د ملا پاونده مسید او ایپي فقیر مبارزې او په وزیرستان کې د پښتونستان هېواد د لومړنۍ ناستې څرنګوالی، چې تر اوسه په هیڅ بل کتاب کې نه دی خپور شوی، په « وزیرستان: وروستی تمځای» کې ولولئ.
په وزیرستان کې د افغان امیرانو تاریخي رول، له افغانستان نه د وزیرستان بېلتون، د ډیورنډ او امیر عبدالرحمان خان مکالمه، په وزیرستان کې استخباراتي جګړه، له ایپي فقیر سره د اډولف هټلر او مسولیني روابط او ګڼ نور موضوعات ددغه کتاب محتوا جوړوي.
دغه کتاب د ۲۰۰ افغانیو په بدل کې له اکسوس کتابپلورنځي نه ترلاسه کولای شئ.
په (0798989696) شميره هم دلته هم فرمایش ورکولای شئ، لمر نیوز ایجنسۍ یې ستاسې کور او دفتر ته در رسوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery