دخپریدو نیټه : 2014-04-13 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
په کندهار کې بې پيلوټه الوتکه لوېدلې ده .
لودين
د کندهار د پنجوايي او ډنډ ولسواليو تر منځ د بلندي په سيمه کې د بهرنيو سرتيرو بې پيلوټه الوتکه لويدلې ده .
د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال فضل محمد اسحاقزی د پيښي د پخلي تر څنګ وايې چې الوتکي پرون سهار وختي د تخنيکي ستونزي له امله سکوت کړی دی او پرون سهار پوليسو موندلي وه .
ولسوال واېې چې د شنبې په ورځ سهار لس بجې الوتکه بهرنيو سرتيرو ته سپارل شوې ده .
وسله وال طالبان وايې چې الوتکه دوی نسکوره کړې ده .