مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

له کلي لاړم

مزدورزوی‎

 

له کلي لاړم‎

 

 

    
 
Inbox
 x 
    

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی‎  
 

 

 پوهه نه شوې چی په څه له کلي لاړم
 نیمه شپه کی چی دې زه له کلي لاړم
 تورتمنو دشپې هسی چارې وکړې
 لمر له شرمه پټیده له کلي لاړم

 دګوړا اوبه زورواکو واړولې
 لمټکو ورته کاته له کلي لاړم
 په اړخي او په بیله چی تالان ګډ شو
 کوز ګودر چی سوزیده له کلي لاړم
 دمزار غاټول لا ټول ګل شوي نه وو
 پسرلی چی رژیده له کلي لاړم
 لا توتان دکوټو ونو پاخه نه وو
 هاوانونه لګیده له کلي لاړم
 دجومات مخ ته جلګی ونی آره شوې
 لا آذان می اوریده له کلي لاړم
 دغونډۍ دسر کږه قلا چپه شوه
 تور لوګی ترې جګیده له کلي لاړم
 دغازي میرزمانخان کلی يي وران کړو
 استقلال چی خرڅیده له کلي لاړم
 چی صادق بچي دخلکو يي بدنام کړل
 یو په یو له ملکه تله له کلي لاړم
 داکرم داولادی قبرونه ړنګ شول
 شو عمر بابا خپه له کلي لاړم
 دافضل بابا په توره می لاس کش کړو
 لاس می نه و رسیده له کلي لاړم
 دمزدور بابا په ږیره اوښکې راغلې
 لوی پشتون ویشل کیده له کلي لاړم
 ګلروزی بابا مومندوته روان ؤ
 ټول غازیان به هلته تله له کلي لاړم
 دکریم او دسلطان په ورورۍ شک شو
 فقیر کډه بیلیده له کلي لاړم
 دامان دآزادې ناره خپه شوه
 چا پری تور ولګاوه له کلي لاړم
 میرزمان غازي شیګل کی چا شهید کړو
 کنړ ټول وژړیده له کلي لاړم
 دنظر بابا لا اوس هم قبر کوږ دی
 جمعه شپه به بلید ه له کلي لاړم
 د بابړو مشران سپین ږیري مړه شول
 یو یو ځوان به ورکیده له کلي لاړم
 نواباد کړمار ډنډونه مې خالي شول
 ولسونه لوټیده له کلي لاړم
 زما تیشه او وټه پور شولو کاواکه
 چغسرای چی سوزیده له کلي لاړم
 چی دوومه سقاوي په وطن راغله
 غله چی واک ته رسیده له کلي لاړم
 فقیری میرزا لمسی دایمل خان ؤ
 په دی وضع زوریده له کلي لاړم
 زما اوستا دوړوکتوب دلوبو ځای دی
 زړه می کله تری کیده له کلي لاړم
 ټول غازیان دارنوې خپه خپه وو
 خدمتګار ډیر ژړیده له کلي لاړم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery