مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-14   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د کندهار د دهلې بند له ارتفاع سره اړوند املاک استملاک کېږي

لودين

 

په هغه غونډه کې چې د ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د کندهار والي تر څنګ د برېښنا وزير عارف خان نورزي، مشاور وزير، د اوبو او انرژۍ وزارت معين انجنېر شجاع الدين ضيايي، د اوبو د حقوقو رئيس انجنېر حليم، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکي ادارې او د اطلاعات او فرهنګ، عدليې، زراعت او حج اوفاقو وزارتونو استازو، په ولسي جرګه کې د کندهار استازو، د کندهار يو شمېر سکټوري رئيسانو او د شاوليکوټ ولسوالۍ اوسېدونکو ګډون کړى و.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د دهلې بند په هکله د معلوماتو تر څنګ وويل، د دهلې بند له ارتفاع سره چې په سيمه کي کوم عامه او دولتي املاک زيانمن کېږي، هغوى دي په دقيق ډول استملاک شي، تر څو د سيمي اوسېدونکو ته د هغوى تر اوبو لاندي کېدونکو مځکو عوض ورکول شي.
 ښاغلي ويسا وويل: "له رئيس جمهور څخه مننه کوم چي نن يې کندهار ته په دې پروژه کي د زيانمنېدونکو مځکو د استملاک لپاره هيئيت رالېږلى او ساحه يې له نژدې وکتله."
د برېښنا وزير عارف خان نورزي وويل، د دهلې بند د ارتفاع پروژه د کندهار د خلکو لپاره ډېره مهمه ده، چي له دې سره به د کندهار د زراعت لپاره د اوبو ستونزه تر ډېره حده هواره شي. نورزي زياته کړه: "دغه پروژه چي د امريکا او افغان دولت په ګډه همکاري د ٣٠٨ ميليونه ډالرو په ارزښت عملي کېږي، د ټول افغانستان په ځانګړي ډول د کندهار پر زراعت مثبت تاثير کوي. دغه بند به اته متره لوړ کړو، چي له اتو څخه تر لسو مېګاواټه پورې به برېښنا هم توليد کړاى شي."
ښاغلي نورزي وويل، دوى به د ټولو هغو خلکو چي املاک يې تر اوبو لاندي کېږي، مځکي استملاک کړي. نوموړي زياته کړه: "د مځکو د استملاک نقشې لرو، ساحه مو له نژدې وليدله او د سيمي د اوسېدونکو حقوق په نظر کي نيسو."
له کابل څخه راغلي هيئت او د ولايتي ادارې مسوولينو د کندهار والي په ملتيا تر مجلس وروسته د دهلې له بند څخه ليدنه وکړه او له نژدې يې د سيمي د اوسېدونکو غوښتني واورېدې.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery