مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-15   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د بلخ په ټاکنو کې زورواکو لاسوهنه کړې

لودين

د بلخ ولايت د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په ټاکنو کې زورواکو لاسوهنه کړې، ممکن د ځينو صندوقونو رايې باطلې اعلان شي.

له تېرې ورځې راهيسې په بلخ ولايت کې د ټاکنو او د ټاکنو د شکايتو د کمېسيونونو له خوا د قرنطين شويو صندوقونو د بيا شمېرنې لړۍ روانه ده.

د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزت ارمان د وري په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بلخ کې هم ټاکنې د زورواکو او له ټاکنو څخه د ناوړه ګټې  اخيستونکو له شره په امان نه وې.

نوموړي زياته کړه، چې دوی ته رسېدلي راپورونه دا څرګندوي، چې په ځينو سيمو کې د سرغړونو تر څنګ درغلۍ هم شوې دي.

ارمان وويل: ((موږ ته راپورونه رسېدلي، چې ان په ځينو سيمو کې زورواکو زموږ کارمندانو باندې فشار راوړی، چې په غير قانوني توګه صندوقونه ډک کړي.))

د هغه په وينا، په همدې موخه دوی مرکز ته د ۱۷ محلونو د قرنطين کېدو وړانديز کړی ، چې لا يې کوم ځواب نه دی ورکړی.

ارمان همداراز وويل، چې نن هم د مرکزي دفتر له خوا دوی ته د ۵۰ محلونو د بيا شمېرنې امر شوی، چې دغه چاره پيل شوې ده.

نوموړي زياته کړه: ((زه دا امکان نه ردوم او کېدای شي، چې په بلخ کې د ځينو صندوقونو او ان د ځينو محلونو رايې باطلې اعلان شي.))

خو د هغه په وينا، لا هم وخت پاتې دی، چې دوی دې په دې اړه غوڅه خبره وکړي.

د دغه ولايت د ټاکنو د شکايتو کمېسيون مسوولين هم وايي، دا لرې نه ده، چې په بلخ ولايت کې د ځينو محلونو رايې باطلې اعلان شي.

د ټاکنو د شکايتو کمېسيون مسوول داد محمد انابي پژواک اژانس ته وويل، چې دوی ته تر دې دمه د ټاکنو اړوند ۱۲۶ شکايتونه شوي ، چې د ځينو پر بنسټ دوی يو شمېر محلونه قرنطين کړي او کتنه يې روانه ده.

تېره ورځ د ټاکنو د شکايتو کمېسيون له خوا د بلخ ولايت د ۱۱مرکزونو او يوه محل صندوقونه له قرنطين څخه وروسته بيا کتنې او شمېرنې ته وړاندې شول، چې پروسه لا هم روانه ده.

نوموړي زياته کړه، چې د ثبت شويو شکايتونو له مخې دا نه شي ردولی، چې ځای ځای زورواکو په ټاکنو کې د درغلۍ هڅې کړې دي.

د هغه په وينا، د دې امکان لرې نه دی، چې په دغه ولايت کې دې، د ځينو صندوقونو رايې باطلې نه شي؛ خو د صندوقونو د بياکتنې او شمېرنې پروسه لا هم روانه ده.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery