مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-16   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

په زابل کې بمي چاودني اتو ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله واړول.

لودين

د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايې چې تېره ورځ مازيګر شاوخوا پنځه نيمي بجې د دې ولايت د ښار صفا ولسوالۍ په اړونده سيمو کې د ولسي وګړيو پر تراکتور د سړک د غاړي ماين چاودنه کړې ده.
د زابل ولايت امنيه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليونى وايې ، چاودنه پر هغه تراکتور شوي چې پکښې ولسي وګړي روان وه .
هغه وايې چې ددي را منځته شوي پېښي پر مهال دوه ماشومان وژل شوي او شپږ تنه نور ولسي وګړي ټپيان شوي چې ټول نارينه دي.
 قوماندان د  ښخ شوي ماين پړه پر وسله والو طالبانو  اچوي  او وايې چې د دولت وسله وال مخالفين تل په عامه لارو کې ماينونه ايږدي.
تر اوسه کومي ډلې د پېښي پړه پر غاړه نه ده اخستې . .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery