مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-17   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

( سراج ) په يوازي سر ( ۶۰۰۰ ) ماينونه کشف او خنثی کړي دي .


د کندهار په پوليسو کې داسي يو کس دنده تر سره کوي چې په يوازي سر يې له زده کړو پرته شپږ زره ماينونه کشف او له منځه وړي دي .
دا پوليس سراج نوميږي  ، د کندهار ولايت اوسيدونکی دی او د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې خپله دنده پر مخ بيايي  ، د سراج دا کړنه د مسلک تر څنګ يوه ميړانه هم ده چې په دې سره يې زيات کسان له مرګه ژغورلي .
سراج د خپلي دندې په دې نهه کلنه دوره کې د کندهار په بيلابيلو ولسواليو کې د ده له لوري په جوړ شوي تخليق شپږ زره کړۍ ماينونه کشف او خنثی کړي دي چې ډير يې په پنجوايي ولسوالۍ کې دي ، هغه موږ ته هغه ماين هم خنثی کړ چې د دې ولسوالۍ په تلوکان کلي کې د انګورو په يوه باغ کې پوليسو ته ځای بر ځای شوی وو ..
هغه په دې حالت کې ځان يوازي پر خدای سپاري او په پوړه ميړانه د ماين خنثی کولو مرحله پر مخ بيايي ، سراج د ماين تر خنثی کولو وروسته په ګيله وويل چې تر اوسه يې  د تشويق او ستايني دپاره کومه هڅه نه ده شوي .
د ماين د خنثی کولو دپاره د سراج سامان الات پرمختللي نه او عادي توکي دي چې ده خپله برابر کړي دي ، سراج وايې چې که د دولت له لوري پرمخ تللي سامان الات ورته برابر شي کيدای شي چې نور پرمختګ هم وکړي .
د سيمي اوسيدونکي هم سراج ته ګوته په غاښ او د هغه دې ميړاني ته حيران پاتي دی ، سيمه ايز اوسيدونکي وايې چې د سراج له لوري د خنثی شويو ماينونو له کبله د زياتو خلکو ژوند ژغورل شوی دی . .
سراج چې پوره نهه کاله يې ‍ د ماينونو سره لوبي کړي دي ، اوس يې د ولسوالۍ په مرکز کې  د ماين خنثی کولو زده کړي پيل کړي دي ، سراج زياتوي که څه هم زده کړو ته يې اړتيا نسته او خپله تجربه يې پخه ده خو بيا يې هم د ګټي په تمه دی .
سراج چې کرۍ ورځ زموږ سره ملګری وو زيات خوښ ښکاريدی او ويل يې خوښ ځکه دی چې د خلکو د ژغورني دنده يې په ښه ډول پر مخ روانه ده .
 نوموړي وويل ، چې تر اوسه کوم ماين چاودنه نه ده پرې کړي او د خپلي ساتني يوازينی لامل د خدای ( ج ) پيرزوينه بولي .
د کندهار امنيه جنرال عبدالرازق اڅکزی وايې چې د سراج دپاره يې پاملرنه شته او د هغه د ستايني دپاره به ډير ژر د کورنيو چارو د وزارت له لوري د افسرۍ  د ځانګړي رتبې منظوري راشي .
ماينونه هغه پټ دښمن دی چې له امله يې زرګونه افغانان شهيدان شوي ، ټپيان شوي او معيوب شوي دي ، د دولت او وسله والو طالبانو په روانه جګړه کې هم طالبان ډير له ماينونه څخه کار اخلي ، افغان دولت  د دوی په وړاندي تر ټولو لويه ننګونه همدا ماينونه بولي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery