په کندهار کې چارواکي وايې چې ، د کندهار ملي امنیت په روانه اوونۍ کي د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو د ترهګريزو او تخریبي ګروپونو اړوند ۵ تنه وسله وال نیولي دي.
یاد ۵ تنه وسله وال هر یو غمی د محمد نبي زوی، ملا محمد نسیم د باز محمد زوی، سیدالرحمن د محمد شکور زوی، محمد امین د کشاړي زوی او عمرګل د نورګل زوی د کندهار، اروزګان، غزني او زابل ولایتونو اوسېدونکي او د کندهار په ښار او ولسوالیو کي یې تخریبي او ټروریسټي فعالیتونه ترسره کول.
د کندهار مطبوعاتي دفتر وايې چې ، نیول سوو وسله والو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دا یې منلي چي په ښار او ولسوالیو کي د سړک غاړي په ماینونو او نورو تخریبي او غلچکي بریدونو کي ګڼ شمېر بېګناه مېرمني، ځوانانو او ماشومان وژلي او زخمي کړي دي