مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ولې ډاکټر عبدالله د هېواد ولسمشر نشي کېدای؟

له کومو ستونزو او ننګونو سره مو چې هېواد لاس اوګریوان دی، دا ایجابوي چې داسې یو شخصیت د هېواد ولسمشر شي چې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه پوهه  ولري، په ټیم کې یې د هېواد مختلف خوځښتونه او اقشار ځان وویني، د هېواد په بربادۍ کې یې لاس نه وي درلودلی، افراطیت او عقدو څخه لرې وي، د هېواد ملي ګټو او ملي وحدت ته ژمن وي او... اوس به وګورو چې آیا عبدالله له دې ځانګړنو څخه برخمن دی او که نه؟
۱: ډاکټر عبدالله او مرستیالان یې لازمه سیاسي، اقتصادي او اسلامي پوهه نه لري. د بېلګې په توګه، ډاکټر عبدالله عبدالله د طب ډاکټر دی او ویل کېږي چې هغه یې هم په نیم کې پرېخوستی، لمړی مرستیال یې ځان ته ساختماني انجنیر وايي او د دویم مرستیال پوهه یې لا تر دې دمه نه ده روښانه.
۲: د ډاکټر عبدالله په ټیم کې د هېواد مختلف ورونه قومونه، سیاسي خوځښتونه او اقشار ځان نه ویني. د بېلګې په توګه، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم مرکزي هسته له شورای نظار څخه جوړه ده، ورسره د اسلامي وحدت د محقق څانګه ده چې په عقدو او افراطیت سمباله ده او یوه څانګه یې د حزب اسلامي هغه برخه ده چې نه حکمتیار ته د منلو ده او نه د حزب اسلامي رېښتینې پلویانو ته بلکې د حکمتیار په وینا د سیاسي دوکاندارانو یوه ډله ده او نور ورسره هېڅ کوم بل لوی خوځښت او د هېواد اقشار نشته.
۳: د ډاکټر عبدالله ټیم په افراطیت او عقدو ولاړ دی. د بېلګې په توګه، ډاکټر عبدالله چې له کله د هېواد سیاسي سهنې ته نسبتآ په فعاله توګه رامخکې شوی، د هېواد هر مثبت او منفي حرکت ته په منفي نظر ګوري او په همدې ترتیب محقق ته خو ددې هېواد هرڅه پردي ښکاري.
۴: د ډاکټر عبدالله ټیم دې داسو افرادو ټولګه ده چې د هېواد ملي وحدت او پایښت ورته هېڅ ډول اهمیت نه لري. د بېلګې په توګه، محقق، حفیظ منصور، مجیب الرحمن رحیمي، لطیف پدرام، مهدي، احمد بهزاد... هغه افراد دي چې د هېواد ملي اتلان، ملي تاریخ او ملي ویاړونه جعل ګڼي او داسې انګېرې چې په لمړي قدم کې باید د هېواد سیاسي نظام فدرالي او په دویم قدم کې باید دا سر لوړی هېواد تجزیه شي.
۵: د ډاکټر عبدالله ټیم ددې هېواد رېښتینې بربادونکی ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه، په کورنیو جګړو کې د نظار شورا له بربادونکو کړنو څخه هېڅ څوک سترګې نه شي پټولی او په همدې ترتیب یې شاوخوا راټولې ډلې.
۶: د ډاکټر عبدالله ټیم د ډېرې وړې سینې خاوند دی. د بېلګې په توګه، کله چې ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو وزیر وو، د کورنیو او بهرنیو ادارو د معلوماتو پر بنسټ، په بهرنیو هېوادونو کې د هېواد په سفارتونو کې یې ۶۰٪ پنجشېریان استخدام کړي ول، کومو چې د ډېپلوماسۍ یوه مقاله هم نه وه لوستې.
۷: د ډاکټر عبدالله له ټیم سره د سیمې هېوادونه د خپلو ګټو لپاره ځانګړې دلچسپي لري چې په داسې حالاتو کې به عبدالله ددې هېوادونو هر فرمایش په دواړو سترګو مني. د بېلګې په توګه، محقق تل تهران خپل مرکز ګڼي او د ایران هر فرمایش په هېواد کې پلی کول غواړي او عبدالله د نظار شورا په مشرۍ د پاکستان، ایران او روسې ګټې په افغانستان کې حتا د هېواد د تجزې په بدله خپل ماموریت ګڼي.
۸: د عبدالله ټیم د ټول هېواد استازي توب نه شي کولی. د بېلګې په توګه، د عبدالله رایې په مشرقي، جنوبي، جنوب شرق او شمالشرق کې په هېڅ حساب دي او څه رايي چې ګټي هغه هم د څو ځانګړو سیمو دي، چې دا موږ ته راښيي چې افغان ولس به د عبدالله د مشرۍ پر وړاندې بغاوت ته مخه کړي او د عبدالله مشري به هېڅکله ونه مني. 
۹: او د عبدالله ټیم د وینې بهولو او د جګړې دوام ته پخه اراده لري څو د هېواد پورتنې سمتونه ښه ورځ ونه ویني. د بېلګې په توګه، دوۍ طالبان هېڅ نه مني، دوۍ له طالبانو سره هر ډول خبرې نه مني او دوۍ د هېواد اکثره سیمې د ځان دښمنې ګڼي.

نیک مل یون

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery