مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د هند مسافر

عالم شاه منصوری

د هند مسافر
د سینی قفس یی له ستونی څخه په مستقیم امتداد تر معدی پوری ور څیرلی وه او د سینی قفس یی په مساوی ډول ور دوه ځایه کړی وه، کله نا کله به یی درد هم کاوه، د مریض په غږیدا او پیاده رفتار کی یی ډیر تغیر راوستی وه ځکه ډاکتر ورته ویلی وه چی په لوړ غږ او داسی ډول تګ به نه کوی چی زړه ته د ټکان ورسیږی. له کراچی څخه مریض چی د زړه د تداوی (عملیاتو) له پاره تللی وه زمونږ کورته راغی. له مریض سره له ګرم رغبړ وروسته د چای د رارسیدو سره سم مو مریض ته تسکین ورکاوه دا چی مریض د پاخه عمر سړی وه په هر څه ښه پوهیده ډیری لوړی او ژوری پری تیری شوی وی، ده پخپله هم په خبرو کی را سره مل شو او ویی ویل: هو شکر کی چی عملیات کامیاب شو او ډاکټر بیا بیا یی ور ونه غوښتم، او یا داسی نه شو لکه هغه یو سړی چی ټپ یی نه رغید او اخر یی چینجی وکړل. موږ هو ورته وویل، خو زه زړه نا زړه شوم د فرصت په لټه کی شوم چی پوښتنه تری وکړم چی لکه کوم سړی چی ټپ یی نه رغید؟ خو په نورو خبرو سره مصروف شو، خو زما له زړه پوښتنه نه وته.
د ماښام لمانځه ته جومات ته ولاړو، له جماعت له ادا کولو بیرته کور ته راغلو، له مریض سره د شفاخانی، مسافری، عملیاتو او نوری تداوی په اړه غږیدو، د ماخستن د مړۍ (ډوډی) وخت راورسید، ډوډی مو وخوړه مریض هم خپل نصیب د پرهیزانی سم نوشی جان کړ. له ډوډی څخه وروسته می له مریض څخه پوښتنه وکړه چی حاجی صیب تاسی مخکی یاده کړه چی شکر دی چی داسی نه شوم لکه هغه یو سړی چی ټپ یی نه جوړیده، هغه څوک وه. حاجی صاحب کیسه داسی شروع کړه.
یو نفر واده کړی وه او له واده څخه تقریبآ یوه میاشت وروسته هند ته معاملی (سود) لپاره تللی وه، تقریبا پنځوس (۵۰) کاله وروسته بیرته افغانستان ته راستون شو، او دا پنځوس کاله یی میرمن په پردیسۍ کی تنها د ژوند شپی او ورځی داسی په انتظار سبا کولی چی کوندی سبا یا بله ورځ به می خاوند راشی، خو خاوند یی پوره پنځوس کاله بعد ور ته راوګرځید. د هند مسافر هم تقریبا د اویاوو (۷۰) کالو په شاو خوا کی وو او میرمن یی هم چی له ده سره له واده وروسته یی ټول عمر دده په نامه تیر کړی وه او دده په نامه ناسته وه هم تر پنځه شپیتو (۶۵) کالو پورته وه. دا چی د هند مسافر له واده وروسته خپل ټول عمر په مسافری کی تیر کړی وه، کله چی خپل کورته را ستون شو نو ډیر  خلک پوښتنی ورتلل خو دده په کور کی یی چوپتیا خپره وه، له خپلی پخی عمری ښځی پرته نور هیڅوک په کور کی نه وه ځکه هیڅ اولاد یی نه وه.
د هند سافر یو څو ورځی تیری کړی او دده په خوښه ژوند چی له ملګرو سره په هند کی درلود په وطن کی نه وی، ځکه په وطن کی خوی د پښتنو رواجونه وه او ته هغه ټول هیر کړی وه. خو بیا یی له ځانه سره فیصله وکړه چی زه هم زوړ یم، زامن او اولادونه هم نه لرم، خدای ښه پوهیږی چی سبا مړ شم که بله ورځ، له ځانه سره می ډیری پیسی هم راوړی دی ښه داده چی پاتی څو کاله به خپل وطن کی ارام ژوند وکړم، دا چی زامن یی هم نه وه چی میراث یی ورته پاتی شی نو په خیراتو، چندو ورکولو او د جوماتونو په جوړولو یی شروع وکړه. دا چی دی (مسافر) زوړ او ښځه یی هم تقریبآ زړه وه نو د ځای د جارو کولو لپاره او د لوښو د منځلو لپاره به یی د وراره له کوره یو وښنده انجلی چی عمر به یی له لسو (۱۰) نه تر دیارلسو (۱۳) کالو پوری وه ورتله. انجلی هم یتیمه وه او د مسافر د هغه واره لور وه چی د طالبانو په جنګونو کی مړ شوی وه. انجلی به سهار له لمر ختو ښه وروسته ورتله د ځای د جارو کولو او لوښو د منځلو څخه وروسته بیرته کورته راتله.
د انجیلی تره او د مسافر وراره یی چی کله د هند د مسافر په نیت پوه شو، نو له ځانه سره یی وویل چی دي خو زوړ ده اولادونه یی هم نشته، نو میراث یی ماته پاته کیږی، نو که دی په دي ډول مصرف وکړی نو دده تر مرګه خو به ټولی پیسی را څخه مصرف کړی. په دي موضوع یی یوه ورځ یی له خپلو نورو وروڼو سره مشوره کړی، ددوی مشوره داسی ډول وه. انجلی د نورو ورځو په وړه نن هم د هند د مسافر کور ته ورغله، انجلی خونی ته ورننوته، زوړ مسافر او دده ته په انتظار ناسته زړه شوی میرمن هم ورسره ناسته وه، انجلی له دواړو سره د تل په شان پوښتنه وکړه دوی هم ورته د تل په شان ورته لوری لویه شی وویل، میړه او ښځه د تل په شان په دی نیت له خونی راوځی چی انجلی خونه جارو کوی، زوړ مخکی او زړه ورپسی. زاړه یوه پښه د خونی له وره د باندی په بوټ کښی کیښوده، بوټ یی لا پوره په پښه کړی نه وه، بله پښه یی لا د خونی په وره کی وه چی ناڅاپه یوډا مسافر او په نامه ناسته زړه د خونی په مینځ کی وغورځیدل، دوی هک پک حیران شول ښځه خو په هیڅ هم پوه نشوه چی ولی وغورځیدو، خو دومره یی وویل چی څه در باندی وشول، ته خو به جوړ یی؟ زړی فکر وکړ چی کیدای شی سر یی پری څرخیدلی وی. خو سړی یواځی دومره پوه شو چی یو چا ښه په زوره ټیل واهه. انجلی هکه حیرانه ورته ګوری چی څه پری وشول. په دوی کی د ځوانی زور او توان هم نه وه چی بیرته ژر پورته شوی وای خو پدی هڅه ښوریدل چی پورته شی، خو ددوی له ښوریدو سره سم د زاړه په سر تبر ونښت، د زاړه له سره د وینو داری روانی وی، نور د ښوریدو توان هم پکی نه وه، د زړی هم هغه اخری خبره شوه بله یی تر خولی ونه وته، د تبر دوهم وار د زړی په سر ونښت. انجلی ناره وکړه، خو په هیځ هم نه پوهیدله چی ولی یی ترونو دواړه زاړه ووژل، داځل د تبر وار انجلی ته راورسید،انجلی فکر وکړ چی ما ډاروی چی دا حال بل چا ته ونه وایم خو تبر یی په ورانه ولګید او ترونه یی تر هغی ورته ولاړ وه چی د ډیری وینی د بهیدو له امله مړه شی.
کله چی د انجلی ترونه د باندی راووتل نو خلکو ته یی دا په غوږ کی ورکړه چی انجلی مو له زاړه سره  د نا مشروع اړیکی په اساس مړه کړه او په دی کار کی یی زړه ښځه هم شامله وه نو ځکه مو هغه هم ور سره مړه کړه. خلکو هم ویل چی ده خو ټول عمر په هند کی تیر کړی وه دغه کارونه چی یی په هند کی کول هر چیری نسته.
د طالبانو حکومت وه، څو طالبان په ډاډسن موټر کی راغلل، له کلی څخه یی څو نفر د واقعی دپلټلو لپاره ولسوالی ته بوتلل، خو دا چی د کلی خلک په یوه اتفاق وه نو قاتلان یی نه ورښودل. طالبانو هم ټول نه شوای قصاص کولی، بیرته یی ټول راپریښودل. لږ وخت وروسته د امریکا جنګ پیل شو او طالبان هم په هله هوله کی وه، واقعه د الله (ج) قضاوت ته پاتی شوه.
څه وخت وروسته د اصلی قاتل چی خبره یی شنه کړی وه، مشوره یی کړی وه او تبر یی د وژنی لپاره ښوراوه د ښۍ سترګی او ښی غوږ تر مینځ چی ډاکټران یی هم خترناک ځای بولی یی وړه دانه پیدا شوه. د تداوی لپاره مهلی ډاکټرانو ته په ورتلو هم ستړی شوه خو هیڅ ګټه یی ور ونه رسوله. مجبور شو چی د تداوی لپاره پاکستان ته ولاړ شی. یو چا په لاهور کی د یوه تکړه ډاکټر پته ورکړه، لاهور ته تللی وه، د معایناتو له کولو وروسته معلومه شوه چی دانه (سرطان) یی ده، دا چی دی په خپله جوړ وه نو بل پای واز نه وه ورسره تللی نو ډاکټر مجبور وه چی ده ته مخامخ ووایی چی کنسر ده.
ده ته له هند څخه د راغلی تره له وژنی وروسته ډیری پیسی پاتی شوی وی، نو سم دلاسه یی ډاکټر ته وویل چی اپریشن (عملیات) وکړی، پایواز یی له کوره ور غوښتی وه او ډاکټر هم عملیات وکړ، دا چی دانه نوی وه د دانی ریښی په نور بدن کی نوی خپری شوی نو ډاکټرانو دانه له بیخه لری کړی وه، او دا اطمنان یی هم ورکړ چی په اینده کی به هیڅ مشکل نه وی. د الله(ج) کارونه وه دانه - نه وه، خو د دانی د عملیات هغه ټپ چی ډاکټرانو له خپله لاسه د دانی د لری کولو لپاره جوړ کړی وه بیا و نه رغید. ډاکټران هم حیران وه ویل په یی چی دا خو یو ساده او ډیر ووړ ټپ دی، د هغو کسانو د زړه عملیات چی کیږی د انسان د سینی قفس له ستونی څخه تر لړمانه (نس) پوری ټول سره خلاصیږی او د انسان په مینځ کی ډاکټران کار کوی او بیره ته یی سره ګنډی خو ډیر ژر جړیږی، مونږ نه پوهیږو چی ولی ستا ټپ په دوه نیمی میاشتی کښی هم لا جوړ نه شو. حاجی صاحب هم خپله سینه راوښوده په رښتیا یی هم له غاړی څخه تر معدی پوری ټول څیرلی او بیرته ګنډلی وه خو جوړ وه. د انجلی په تره باندی ډاکټرانو داسی دواوی استعمال کړی چی تر ډیره بریده یی د سرطان یا کوم 1بل ډیر خطرناک مرض لپاره استعمالوی، د داسی دواوو د ډیر استعمال له امله د قاتل ټول ویښتان توی شوی وه او ښوی سر به ګرځیده.
حاجی صاحب پاتی قصه داسی بیان کړه: د انجلی تره لا په لاهور کی وه، په یوه جومات کی می لمونځ کاوه، د ملاامام د سلام له ګرځیدو سره سم نور خلک لا ناست وه، تسبیحات یی ویل، یو سړی خپل کولک (د ښۍ ستګی او ښی غوږ تر مینځ ځای) چی سپینه پټی پری تړلی وه ډیر کلک موښه او ډیر ژر ولاړ شو او په لاره چی روان وه هم همدا یی کول، حاجی صاحب وویل چی ماته په زړه کی شک را پیدا شو چی دا سړی می ډیر لیدلی ده او ډیر اشنا ښکاری خو اوس رانه هیر ده. حاجی صاحب ویل سنت لمونځ می ادا کړ، له جوماته را ووتم، سړی دوه رکعته سنت په منډه کړی او بیا په لاره روان ده کولک موښی. د وطن له یوه ملګری نه می د هغه سړی په باره کښی تری پوښتنه وکړه، ویی ویل چی دا همغه سړی ده چی په نا حقه یی خپله وریره له یوه زاړه سړی سره چی له هنده راغلی وه د نا مشروع عمل په نامه مړه کړه، او د زاړه سړی زړه ښځه یی د دریم ګړی په حیث په نا حقه مړه کړه. پوښتنه می تری وکړه چی ولی په لمانځه کی، په ناسته او په ولاړه کولک موښی. ملګری می په جواب کښی ویی ویل چی ډاکټرانو هم جواب ور کړی او ورته ویلی یی یی: د ټپ له جوړیدو د مونږ نور عاجز یو خو د کنسر د زموار یو. اوس یی عملیات شوی ځای چینجی کړی دی، تر هر لمانځه وروسته یو واری چینجی پاکوی خو دوه رکعته لمونځ چی کوی بیا پکی پیدا شوی وی.

9/9/1392
پای
 عالم شاه منصوری

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery