مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-19   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

تازه خبر : ملا معتصم کابل ته راورسيد

لودين

يوه سرچينه وايي، چې ملا اغاجان معتصم نن مازيګر له دوبۍ څخه کابل ته رارسېدلى دى.

معتصم اغاجان د طالبانو يو له مهمو چارواکو دى، چې په افغانستان کې يې د سولې له پروسې ملاتړ کاوه، دوه اونۍ مخکې د متحده عربي اماراتو د پوليسو له خوا نظربند شوى و.

يوې حکومتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کړې وه، پرون پژواک اژانس ته ويلي و، چې ملا معتصم د اماراتو د پوليسو له خوا خوشې شوى دى.

خو نن ناوخته يوې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې ملا معتصم نن له دوى سره په الوتکه کې يوځاى کابل ته راورسېد.

دى چې له دوبۍ څخه کابل ته په " فلاى دوبۍ" الوتکه کې کابل ته رارسېدلى، وايي، ملا معتصم د الوتکې په ځانګړي ځاى (VIP) کې له يو بل کس سره ناست و او چې کله مازيګر پنځه بجې الوتکه د کابل هوايي ډګر کې کېناسته، نو نوموړى له الوتکې ښکته شو او په (VIP) لاره ووت.

هغه زياتوي، له ښکته کېدو سره سم، يو موټر چې نمبر پلېټ يې نه درلود، هغه ورپورته شو او موټر روان شو.

د کابل هوايي ډګر يو کارکوونکى چې هغه هم نه غواړي نوم يې ياد شي، پژواک ته وويل، چې نن شاوخوا پنځه بجې د (VIP) لار د څو دقيقو لپاره د مسافرينو پر مخ وتړل شوه.

خو هغه يې لامل په ګوته نه کړ.

د يادونې ده، چې د معتصم اغاجان تر نيونې وروسته د بهرنيو چارو وزارت او د سولې عالي شورا غبرګون وښود او له متحده عربي اماراتو يې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې سولې عالي شورا د روان کال د وري په ٢٢مه اعلان وکړ، چې د دې شورا له خوا د سولې د خبرو پروسه د طالبانو له ځينو پخوانيو چارواکو سره په متحده عربي اماراتو کې روانه ده او ډېر ژر به د دې پروسې دويم پړاو هم پيل شي.

د تېر کال د سلواغې په وروستيو کې د ملامعتصم په مشرۍ د سولې د عالي شورا د ځينو استازو او د ځينو طالب چارواکو ترمنځ په دوبۍ کې غونډه وشوه.

په دې ناسته کې ويل شوي وو، لکه څنګه چې پاکستاني طالبان له خپل حکومت سره خبرو ته چمتو شوي، افغاني طالبان هم بايد له خپل حکومت سره خبرو ته کېني.

خو وروسته له دې ناستې د طالبانو د مرکزي شورا وياند، چې مرکز يې په کوېټه کې دى، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل، چې د يادې غونډې ګډون کوونکي د دوى په ډلې پورې اړه نه لري او د هغوى پرېکړه هم نه مني.

له دې سره هم مهاله د افغانستان حکومت خبرو ته د طالبانو د يادې ډلې د راتلو هرکلى ووايه او اعلان يې وکړ، له هغو هڅو کې په هېواد کې د سولې د راتلو لامل کېږي، ملاتړ کوي.

په عين حال کې د سولې عالي شورا هيله څرګنده کړې وه، چې په دوبۍ کې له طالبانو سره د دويم پړاو خبرو په پيلېدو به له طالبانو سره د خبرو کړۍ پراخه شوه او د طالبانو نور چارواکي به هم په دې خبرو کې ګډون وکړي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery