مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د بادام ګل دوديزه مشاعره په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شوه.



د بادام ګل دوديزې کلنۍ مشاعرې يوولسمه کليزه د زابل په مر کز کلات ښار کې په خورا شاندارو مراسمو سره د تېرې جمعې په ورځ ولمانځل شوه.
دا دوديزه مشاعره چې په زابل کې د بادام د ښکلي ګل په غوړيدو سره له تېرو يوولسو کلونو راهيسي هر کال لمانځل کېږي، سږ کال هم د هېواد له بيلابيلو سېمو څخه شاعرانو، فرهنګيانو او د ادب د مينه والو ګډون پکي کړی وو.
 د مشاعرې په پيل کې ښاغلی مطيع الله تراب د مشر ميلمه نورالبصر بصر، روح الله سمون، غلام ولي سعيد او مجبور صاحب د ځانګړيو ميلمنو او ښاغلی فقيرالله دروېش د کوربه په ډول وپېژندل شول. ورپسي د زابل والي الحاج محمد اشرف ناصري د غونډې په پرانيستونکې وينا کې دا ډول ادبي غونډې او ناستې د ولسونو او حکومت تر منځ په نژديوالي کې خورا اړينې وبللې او له اديبانو او شاعرانو يې وغوښتل چې دسولې او پوهې ارزښت ولسونو ته د شعر په خوږه ژبه ورسوي.  له هغه وروسته د اطلاعاتواوفرهنګ رييس عبدالمقيم افغان تاريخي او فرهنګي زابل ته ټولو ميلمنو ته د ښه راغلاست د ويلو ترڅنګ د هېواد د ولسمشر د فرهنګي سلاکار او د هېواد په کچه د نوموتي څېړونکي او ليکوال استاد زلمي هېوادمل پيغام د غونډې ګډونوالو ته واوراوه. او د زابل خلکو ته يې د استاد هيوادمل صاحب له خولي هغه زيری وړاندي کړ، چې په ډېر نژدي راتلونکي کي به د هېواد د ولسمشر جلالتمآب حامد کرزي په شخصي لګښت د مېرويس نيکه په نوم يو پراخ کتابتون پرانيستل شي.


ورپسي د مشاعرې برخه پيل شوه، چې د تراب صاحب تر څنګ له کوزې پښتونخوا څخه بصر صاحب، دکندهار، غزني، خوست، بغلان، پکتيا، کونړ او د زابل پياوړيو او تکړه شاعرانو د غونډې تر اوو سوو زياتو ګډونوالو ته خپل خواږه شعرونه او نظمونه واورول.
د بادام ګل مشاعرې په وروستيو شېبو کې د زابل د والي او يو شمېر رييسانو لخوا څخه چمتو شوې ډالۍ مېلمنو ته ورکړل شوې.
ددې ادبي ناستې يوتن ګډونوال وويل چې؛ دشاجوي ولسوالي له خورا ليري پرتې سيمې څخه د بادام ګل مشاعرې ته له ګڼو نورو ځوانانو سره يوځاي راغلی دی، او زياته يې کړه چې ډېرخوشاله يم چې پدې پرتمينه مشاعره کې مي برخه واخېسته او دهېواد اورژبی شاعري مطيع الله تراب مي له نژدي وليدی.
بايد يادونه وشي چې د بادام ګل په وياړ د غزل شپه ولمانځل شوه، چې لسګونو شاعرانو او دشعر او ادب مينه والو برخه پکې اخيستې وه.
پاتي دي نه وي چې د بادام ګل پرتمينه مشاعره د زابل له محلي راديو څخه په ژوندۍ بڼه خپرېدله او له ژوندون تلوېزيون څخه به هم ډېر ژر خپره شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery