مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-20   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

ميرويس روغتون ته د عمليات خاني نوې ودانۍ جوړه شوه.

لودين

 د کندهار په ميرويس حوزوي روغتون کې د عمليات خاني دپاره نوې ودانۍ هم جوړه او ګټي اخستني ته وسپارل شوه .
دا عمليات خانه د تيرو دريو مياشتو پر مهال د سره صليب د نړيوالي کميټي په مرسته د سل زره امريکايي ډالرو په ارزښت جوړ شوې ده او شپږ بستره لري .
د کندهار د عامي روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا ، د کوچنيانو د مدني ټولني مشري او د کندهار والي ميرمن رنګيني ويسا او په کندهار کې د سره صليب د نړيوالي کمټي مشر اديب يې نن تر غرمې مخکي پرانستنه وکړه .
د روغتيا رييس ډاکټر پخلا خبريالانو ته وويل چې د عمليات دپاره د نوي ودانۍ په جوړيدو سره به په روغتون کې روغتيايي خدمات پر مخ ولاړ شي او  د  عاجلو پيښو پر مهال به د اړينو ناروغانو عملياتي چاري ژر او په اساني سره تر سره شي .
پخلا وويل چې د يوه کال په ترڅ کې ميرويس حوزوي روغتون ۱۳۰۰۰ عملياتونه کوي چې ډير امکانات غواړي .
رنګيني ويسا په دې برخه کې د روغتيا د رييس  ، ميرويس روغتون او سره صليب هڅي وستايلي .
په کندهار کې د سور صليپ حوزوي مشر اديب ژمنه وکړه چې د روغتون د پرمختګ دپاره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
ميرويس روغتون د حوزې په کچه لوی  څلور سوه بستريز روغتون دی چې تير کال يې څوارلس لکه ناروغان تدواي کړي دي .


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery