مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

مږور

عالم شاه منصوری
د بوډی په وینا زوی او انږور یی دواړو مخکی هم ډیر وهلی وه. ځکه چی زوی او نږور به ورته څه نه ور کول نو ده به ورته ویل چی زما له ځمکو، غرونو او ځنګلونو څخه به دومره وړه پیمانه پیسی ما ته په کال کی را کوی چی ژوندی پری واوسم، او انږور یی نه غوښته چی یوه وړه پیمانه سپین ږیری خوسر ته د هغه د ژندی پاتی کیدو لپاره ور کړی. خو داځل وهل تر مخکی وهلو پوری فرق لری.
مونږ خیرات کړی وه، ماغوښه له خپله لاسه د زاړه بوډا کره وروړه، زوړ تر دی حده مریض او کمزوری وه زما په اند د روژی تر میاشت نه واته، زه واقعا په دی فکر کی ولویدم چی له ثواب څخه می ګناه ډیره شوه ځکه د یوه مریض او کمزوری هغه هم سپین ږیری دومره په تکلیفول چی له خونی (کوټی) څخه تر دروازی پوری راووځی، ډیر ګران کار راته ښکاره شو. کله چی می غوښه ده ته ورکړه نو ما له ځانه سره وویل چی کاشکی ده زوی لرلی او یا یی هغه زوی چی لری یی له ده سره ګډ اوسیدلی دده خدمت به یی کړی وه او اوس به یی زوی دده پر ځای راوتلی وای او دده پر ځای به یی پسونه څرول. خو لږ وروسته پری خبر شوم چی کاشکی ده دا یو زوی نه لرلی. ما چی کله غوښه ورکړه نو سپین ږیری د خپل زوی په باب یادونه وکړه ، ما ورته وویل چی هغه ته یی هم ور وړم، ده بیا راته وویل چی که یی نه ور وړی نو ما ته یی راکړه زه به یی پخپله ور وړم. ما بیا اطمنان ورکړ چی د لست سره سم می غوښه را اخستی ده انشاءالله نه به پاته کیږی. ده بیارا ته د زوی د کور سمه پته را کړه ګواکی چی ښه می اطمنانی کړی او پری یی نږدم. ما چی کله دده رحم او مهربانی ته وکتل ډیر متاثره شوم.
د روژی اوه لسمه وه، سپین ږیری ته یی زړي ښځی وویل چی زه به پسونه د څرولو لپاره بوځم ځکه ته خو چی ماښام شې نو بیا یو شی هم نه وینی، ده ورته وویل: ته د زوم له کوره لږ لرګی راوړه زه به پسونه د څرلو لپاره بوځم، بوډا خپل پنځه پسونه د تل په شان مخکینې ځای ته په مخه کړل. ماښام نژدی شو، تر اوسه سپین ږیری کورته رانه غی. زړي ته وسواس ور پیدا شو چی له ماښامه وروسته په سترګو هم نه وینی هسی نه چی چیری ړنګ شوی نه وی. که هر څه دی خو د ژوند ملګری ده، د زړی زړه شیبه په شیبه نا قراره کیده، اخر یی حوصلی جام ډک شو صبر پای ته ورسیده، بوډۍ ور روانه شوه خو بیا بیر ته را وګرځیدله او د زوم کره روانه شوه، دا ځل یی زوم یی پسی ولیږه.
زوم د بوډۍ له لار ښونی سره سم چی کله هغی کندی (دری) ته ورسیده چی تل به بوډۍ یا بوډا پسونه په کښی څرول، ناری شروع کړی. چیری یی!! ولی غږ نه کوی!!! لږ چی مخکی ورغی زوړ په وینو کی لت پت پروت دی، خوله یی لږ وښوروله، اوبه یی تری غوښتی، خو دد له قسمته کنده وچه وه، نژدی هم کورونه نه وه، زاړه ساه ورکړه.
په نوموړی کندی کی د بوډا د  انږور کور وه، او انږور یی ډیر وخت بوډا څاره، انږور له خپل زوی سره یو ځای خپل خسر په کاڼو ویشتلی وه، پښتۍ، ژامی او د بدن ډیر هډوکی یی پری مات کړی وه.
د زاړه د مړی شاو خوا د ښځی او ماشوم د چپلکو نښانونه وه، نو د زاړه زوی ته خلکو وویل چی ته خپله ښځه مړه کړه، ده ورته وویل چی هغی نه ده وژلی کله به یی په یوه تهمت ولګاوه چی کله به په هغی کی بند شو نو بیا به یی  په بل تهمت شروع کړ.
پای
20/11/1392

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery