مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-20   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ټاکنو کمیسیون د لوري دوهمه برخه شمېرل سوي رایي اعلان سوې

راحله جواد


په دغه مناسبت غونډه  کي چي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري نن ماځیګر په کابل کي جوړه سوې وه؛ د کمیسیون مشر یوسف نورستاني وویل؛ چي نن د درې میلیونه څلور لکه شپږ پنځوس زره او نهه سوه لس، شمېرل سویو پاکو رایو چي په مجموع کي ۴۹،۶۷ فیصده رایي جوړوي پایلي په ډاګه کوو.


نوموړي ددغو شمېرل سویو رایو وړونکي په ترتیب سره؛  عبدالله عبدالله۴۴،۴ فیصده په لومړي مقام کي،  اشرف غني احمدزی ۳۳،۲ فیصده په دوهم مقام کي ،زلمي رسول ۱۰،۴ په درېیم مقام کي ، عبدرب الرب رسول سیاف ۷ سنله په څلرم مقام کي، قطب الدین هلال ۲،۷ فیصده په پینځم مقام کي، محمد شفیق ګل اغا شېرزی ۱،۶ فیصده په شپږم مقام کي ، داوود سلطان زوی ۰،۵ فیصده په اووم مقام کي او هدایت امین ارسلا ۰،۲ فیصده په اتم مقام کي اعلان کړل.


 نورستاني دغه شمېرل سوي رایي پاکي وبللې، دده په خبره دا د ۱۰۱۷۱ محلونو رایي دي چي په ټولو ولایتونو پورې اړه لري، د نوموړي په خبره؛ د  هغو ۱۴۸۶ محلونو رایي چي تر شک یا ادعا لاندي وې تفتیش ته تللي دي او د۶۶۶ محلونو رایي له سره شمېرل کیږي.


د کمیسیون مشر په نږدې ورځو کي د رایو د یوې بلي برخي د اعلان خبره هم وکړه خو وخت یې مشخص نه کړ، د پلان سوي مهالوېش له مخي به د ټولو رایو لومړنۍ پایلي د ثور پر څلورمه او وروستۍ به یې پر څلرویشتمه اعلانیږي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery