مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-21   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

په کندهار کې د رايي اچولو ۹۹ مرکزونه قرنطين شوي دي .

په کندهار کې د ټاکنو ۹۹ مرکزونه قرنطين شوي او دا مهال يې د بيا شميرني لړۍ روانه ده  ، د شکاياتو سيمه ايز کميسيون وايې چې د قرنطين پريکړه  ورته  د رسيدلو شکاياتو پر بنسټ  شوېده .
د ټاکنو د کميسيون سيمه ايز دفتر وايې  ، چې تر دې مهاله يې ۶۹ صندوقه بيا شميرلي او پاتي شميرنه دوام لري ..
قرنطين شوي رايي تر ډيره د ولسواليو اړوند دي . 
په کندهار کې د ټاکنيزو شکايتونو د دفتر رييس مړوند وزيري  وايې چې د شکايتونو او شکونو په اساس يې د غه  ۹۹ مرکزونو رايي قرنطين کړی دي کوم چې د درغليو او تقلب شکونه پرې دي  ، د دې مرکزونو د محلو شمير ۲۵۰ ته رسيږي .
وزيري زياتوي ، چې په ټول کندهار کې ۹۸ شکايتونه ثبت شوي وه چې تر ټوليدو وروسته يې مرکزي دفتر ته ليږلي او ډير يې هغوی د اسنادو پر بنسټ څيړلي دي  .
 نوموړی زياتوي چې  د ټاکنو کميسيون ته دنده سپارل شوې ده څو د دغو مرکزونو رايي بيا له سره وشميري او ناپاکي رايي له پاکو رايو ليري کړي .
رييس زياتوي چې په شکايتونو کې ډير يې د ټاکنو په ورځ د رای پاڼو د خلاصيدو او محلونو ته د يو شمير نوماندانو د ناظرينو د نه پريښيډو په اړه دي خو هغه نوماند يې ياد نه کړ چې د نورو نوماندانو په پرتله ورته زياتي درغلۍ شوي دي .
دلته د ټاکنو خپلواک کميسيون وايې چې د قرنطين شويو رايو بيا شميرنه او سمونه دوام لري ، د دې کميسيون مشر انجينر عبدالهادي داوري زياتوي چې قرنطين شوي رايي د کندهار ښار تر څنګ د يو شمير ولسواليو هم دي ، ريس ټيګار کوي ، تر بيا شميرني وروسته به هغه رايي چې قانوني نه وي باطلي اعلان کړي 
د شکايتونو او ټاکنو دواړه سيمه ايز  کميسيونونه وايې چې د مرکزي دفتر له لوري د شکايتونو څيړنه روانه ده او کيدای شي چې تر څيړني وروسته يو شمير نور مرکزونه هم قرنطين شي .
يو شمير نوماندان په کندهار کې شوي درغلۍ پراخي بولي او غوښتنه کوي چې څيړنه دې په شفاف ډول وشی .
ولس مشرۍ ته نوماند محمدشفيق ګل اغا شيرزي او د لوی کندهار پلويانو يې د شنبې په ورځ په يوه غونډه کې ټاکني تر سوال لاندي وبللې او د هيواد د نورو سيمو تر څنګ يې په کندهار کې د ځانګړو نوماندانو دپاره د دتقلب ادعا وکړه .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery