مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

خوږې مورجاني ته

محمد انور عمر خیل‎

 


 

انسانی وجود چې د نړۍ په مخ ساه اخلی ‌ډوډۍ خوری، اوبهً څښی، جامې اغوندی، پیزار په پښو کوی ددې ټولو هلوڅلو د کوټې کلکه ادانه ژبه ده. یو بل سره خبرې دی، دنړۍ په مخ بې شمیره ژبې وئیل کیږی څنې ژبې د حوادثو او ضرورتونو له کبله په وجود کښې راشی.
مزهبی عالم مې د علمیت د اظهار ژبه عربی خپله کړې ده. ډاکټر، دانشور په انګریزی وئیل معتبر ګڼی.
زه ما یو ملګری چه زیاته موده ئې په یورپ کښی تیره کړی وه، تیر کال د خپلی کورنی سره افغا نستان ته راغې، زه هم په بلنه تللی ووم د ملګری استوګنه په مکرویانو کښی وه، زه ئې ‌ډوډۍ ته میلمه کړم. سیاسی، ادبی، سماجی لارښودونکو سره مې کتنی او مرکې وشوې، یقین وکړۍ چې د هغه ورونه او واړه ماشومان ئې په پښتو ژبه پوهیدل خو لګ لګ، نه ئې لوستی شوه نه ئې لیکلی شوه ما سره ئې خبرې په انګریزۍ ژبه کولۍ ډیر خفه شوم ما وې چې د لوئې پوهاند د کور دا حال وی نو ګیله دچانه؟
 پښتو ژبه یو ستر تاریخ، یو سر لوړی قام، زړه پورې زمکه لری. پخپل وجود کښې پت، ښیګره، ننګ او توره لری، خو نه پوهیږم چې ولې بې پته ده بې نومه ده، پخپله بې دره بې درکه ده نهُ قامی نوم لرې نه پهخپلو استوګنو کښې د خپل وجود صفتونه.
کوم قوم چی خپله ژبه خپل کلتور دوددستور پریږدی هغه ورکیږې که مونږ ورک نهُ یو نو شته هم نهُ یو په نړۍ کښې په کوم حیث پیژندګلی لرو پټه خبره نده هغه ژبه چې تاریخ لری قوم لری، بې تاریخه، بې نومه، بې قامه ژوند تیروی.
هر کال خو مورنی ژبې نمانځل کیږې خو د یوې ورځې ځو لځظو او سیمینار به ددې مورحق ادانهْ شی بلکه ملا به ټړل غواړی خپلې خوږې مورته به ددوستور به کالو پوره د استوګنې پاره ماڼي جوړول وی بیا کیدی شی چې د مورنیو ژبو د ورځې ددستورې د نمانځلو جوګه شو.

د الله په هیله

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery