مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

پرون ورځې بینا د نن ړانده

اشنا

 

 که منطق د ارسطو ورپسې چاڼ شي
 یا د هغه وخت پوه کوزله اسمان شي

 که ځړه فلسفه ټوله متحد شي
 یا سقراط بیرته ژوندی په دې زمان شي

 په زرګونو نور پوهان د هغه وخت
 له یوې مخې ژوندي په یو آن شي

 او د روح عقل په باب لانجه تازه کړي
 هم ملګري ورسره ستوري د اسمان شي

 فلسفه، سفطه دواړه په یو تال کې
 ډېر نامتو ساز غږونکي د جهان شي

 دغه ټول متفکرین چې کوم یادیږي
 را ژوندي بیرته هغه پهلوانان شي

 هک او پک به شي اعجاز ددې زمان ته
 د موټرو د لښکرو دې کاروان ته

 د بریښنا د انرژۍ دې نندارې ته
 په کیهان کې د تسخیر دغې سیالۍ ته

 د اتوم دومره قدرت دومره قوت ته
 ددې سترو و دا نیو شان و شوکت ته

 که خبر دوی د مبایل، تلویزیون شي
 هم اسرار ورته معلوم ددې قانون شي

 کمپیوتر ته که لاښه چرې په ځیرشي
 او خبر په دغه راز او دې تدبـیر شي

 شپاړسم قرن حیـران د دوي افکار کړل
 چې دکارت،(بیکن)بل څه پکې اظهارکړل

 هم د هـر ډول پوهنې په بنیاد کې
 تحول شو را پیدا په هر نهاد کې

 دوي انسان متوجه کړ طبیعت ته
 له هغه ځنې د ګټې ښه صورت ته

 پس له هغې انقلاب راغی صنعت کې
 دا چې وینو موږه ټول په حقیقت کې

 په بوجۍ کې فلسفه به خپله بار کړي
 بیا بیرته ستنېدو ته ډېر تلوار کړي

 هم به واي چې اوس تېر شوې زموږ وار دی
 بېرته تګ موهدیرې ته ډیر ښه کار دی

 د منطق په څوکۍ ناست(لابراتوار)دي
 اوس تېر شوی د هغې فلسفی وار دی

 د (اشنا) به مره ور دغه پوهان شي
 دغه دومره ستر بدلون ته به حیران شي

 شاعر- سیف الرحمن(اشنا)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery