مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

خرڅ شوی قانون‎

نسیم ستوری‎

 


د پاکو احساسـاتــو پــه ژونــدون لــوبــي شروع دي
 د نـــــــن خـــبــره نــــه ده د پــــرون لــوبــي شــروع دي
 راځــۍ چــې نــور راپـاڅــو ددې ورکــو هــدیــرو نــه
 پــښـتو ده ژوبــل شــوې پـه پـښـتون لــوبــي شروع دي
 چې دروغو کلی وران کړو په رښتیاوو بـانـدې څـه بیا
 د وخـت په وچـو شـونـډو د قـارون لـوبـي شروع دي
 د ژونـــد د امـیــدونــو غــرڅــــنــۍ لاړه ټــپــي شـــوه
 د شـپـې تـورو تـیارو په سـبـاوون لـوبـي شروع دي
 د خپـل حــق چـې پـوښتنه مـونـږ ونـه کـړو د هـغـو نـه
 ګـنــاه زمــونــږه دا ده پـه ســمــون لــوبــي شروع دي
 نسیم ستوریه دا قــام بـه خبـرول غـواړي لـه دې نـه
 قانون دی اوس خرڅ شوی په قانون لوبي شروع دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery