مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

میدان وردګ:د ثبات پروګرام د ۶۹ میلیونه افغانیو په مالي

 

دغه ټکی په میدان وردګو ولایت کې د ثبات پروګرام مسؤلینو نن ( سې شنبه) د
 همغږۍ په نوم په جوړه شوي غونډه کې وکړ.
غونډې ته د کلیو پراختیا او بیا رغاونې رئیس جان محمد حکمتجو د خپلو خبرو
 پرمهال ثبات د امنیت زیربنا وبلله او زیاته کړه،که موږ ښه تولیدات،ښه
 اقتصاد او غوره پرمختګونه ولرو نو دا یو ثبات دی او په نشتون کې یې بې
 ثباتي ګڼلی شو.
هغه وویل: په میدان وردګو ولایت کې په رښتیني ډول د ثبات پروګرام د امنیت
 زیربنا ثابته شوې او په داسې سیمو کې،چې په امنیتي لحاظ هلته د کارونو
 ترسره کول مشکلات لري،خو د ثبات پروګرام د ولسونو په همکارۍ هلته د
 بیارغاونې چارې بشپړي کړي دي .
د میدان وردګو مرستیال والي غزني ګل ځاځي غونډې ته د وینا پرمهال وویل:
په دغه ولایت کې به په سږني کال کې په رښتني ډول د بیا رغاونې کارونه
 ترسره شي او په دغه برخه کې دوی یو ښه پلان جوړ کړی دی .
ده همدا راز دثبات پروګرام له مسؤلینو غوښتنه وکړه،څرنګه چې میدان وردګ
 له درېمې څخه دویمې درجې ته ارتقا کړې،باید د نورو ادارو ترڅنګ د ثبات
 پروګرام هم ورته په پروژو کې زیاتوالی راولي .
د میدان وردګو په مرکز میدان ښار کې د یاد پروګرام له لورې د همغږۍ په
 جوړه شوې غونډه کې په دغه و لایت کې د ثبات پروګرام سیمه ییز مسؤل
 انجینرشاپور امرخیل وویل: په دغه ولایت کې یې تر دا مهاله ۶۱ پروزې د ۶۹
 میلیونو افغانیو په مالي لګښت پلي کړي او د ۵۸ میلیونو افغانیو په مالي
 لګښت یې ۲۵ نورې پروژې تر کار لاندې دي .
نوموړی زیاته کړه،یادې ټولې پروژې ساختماني دي،چې په نرخ،سیداباد، چک او
 جلریز ولسوالیو کې د خلکو په غوښتنه پلي کړي او د یو شمېرو یې چارې هم
 رواني دي .
د امرخیل په وینا په یادو پروژو کې استنادي دیوالونه،پلچکونه،د څاګانو
 کیندل، د ویالو جوړول،کوچني برېښنا بندونه، سیمه ییز سړکونه او یو شمېر
 نور جوړول شامل دي .
هغه وایي د ثبات پروګرام،چې په ۱۳۹۱هـ کال کې په میدان وردګو ولایت کې
 پیل شوی وو،اوس مهال د دغه ولایت په چک،نرخ،جلریز او سیداباد ولسوالۍ کې
 فعالیت کوي او ډېر ژر به په مرکز میدان ښار کې هم خپلې چارې پیل کړي .
د یادونې وړده،به جوړه شوي غونډّ کې یو شمېر نورو مسؤلینو او له ولسوالیو
 څخه راغلیو د ثبات پروګرام کارکوونکو هم خبرې وکړې او د یاد پروګرام د
 کارونو ستاینه یې وکړه .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery