مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-23   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

” اړوند ارګانونه دې د دويم پړاو ټاکنو ته چمتوالى ونيسي“

لودين

 د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، چې د ټاکنو د نورو پايلو له اعلان  څخه وړاندې بايد پاکې او نا پاکې رايې سره جلا شي او اړوند ارګانونه  د دويم دور ټاکنو لپاره چمتوالى ونيسي.

د مشرانو جرګې غړي دغه څرګندونې وروسته تر هغه کوي،چې وړمه ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون د وري د شپاړسمې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو د قسمي پايلو دويمه برخه اعلان کړه.

د وړمې ورځې په قسمي پايلو کې، چې د ټولو کارول شوو رايو نږدې پنځوس سلنه يې جوړوله، ډاکټر عبدالله عبدالله د ٤٤،٤ رايو په درلودو سره له ټولو اتو کانديدانو مخکې و او ورپسې ډاکټر اشرف غني احمدزى دى ، چې ٣٣،٢ سلنه رايې اخيستې دي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ويلي، چې په ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو تر ٣٠٠٠ ډېر شکايتونه ثبت شوي او په اړه يې څېړنې روانې دي.

په مشرانو جرګه کې د کندهار استازي بسم الله افغان مل نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل ،چې ټاکنيز کمېسيونونه بايد پاکې رايې له ناپاکو جلا کړي او تر هغه وروسته د ټاکنو نورې پايلې اعلان کړي .

هغه وايي ، چې ټاکنيز کمېسيونونه بايد د هيچا تر فشار لاندې را نه شي او له قانون سره سم د افغانستان د خلکو د رايو پر بنسټ پرېکړې وکړي .

افغانمل د ټاکنو له کمېسيونونو څخه  غوښتنه وکړه ،چې هغه کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي، چې په ټاکنو کې يې درغلۍ کړې دي .

په مشرانو جرګه کې د کونړ استازي رفيع الله حيدري هم وايي،چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد د خلکو رايو ته احترام وکړي او د پاکو او نا پاکو رايو تر جلا کولو وروسته د ټاکنو نورې پايلې اعلان کړي .

د ټاکنو قسمي رايې وخت پر وخت اعلانيږي ، خو ټاکل شوې چې لومړنۍ پايلې يې د غويي په څلورمه او وروستۍ پايلې يې د همدې مياشتې په ٢٤ مه اعلان شي.

حيدري وايي،چې ټول هېوادوال او په ځانګړي ډول کانديدان بايد د وروستيو پايلو تر اعلان پورې انتظار وباسي او داسې څرګندونې ونه کړي ،چې د خلکو ترمنځ ستونزې را پيدا کړي .

هغه زياته کړه: ((د کانديدانو هدف بايد خدمت وي نه د څوکۍ لاسته راوړل او داسې څرګندونې بايد ونه کړي ،چې د خلکو ترمنځ نفاق پيدا کړي .))

حيدري  وايي،چې ټاکنيز کمېسيونونه او حکومت بايد د ټاکنو د دويم پړاو لپاره چمتوالى ولري،  ځکه چې ممکن  ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي .

په ياده جرګه کې دکابل استازي خالق داد بلاغي وويل،چې د ټاکنو له اعلان شويو قسمي پايلو  څرګنديږي،چې ټاکنې دويم پړاو ته ځي .

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، که په لومړي ځل کې يو کانديد هم ونشي کولاى ،چې تر پنځوس سلنه ډېرې رايې تر لاسه کړي، تاکنې دويم پړاو ته ځي او  دويم ځل ټاکنې د هغو دوو کانديدانو ترمنځ ترسره کيږي ، چې په لومړي دور کې يې  تر نورو ډيرې رايې ترلاسه کړي  وي .

بلاغي وايي،چې حکومت بايد دويم دور ټاکنو لپاره پوره چمتوالى ولري ، ترڅو له قانون سره ولسمشر وټاکل شي او خلک پر خپل برخليک پوه شي .

هغه زياته کړه،چې کانديدان بايد د ايتلافي حکومت د جوړيدو هڅې ونه کړي ،ځکه چې ا يتلافي حکومت  خلکو ته د منلو نه دى او په هېواد کې بحران رامنځته کوي .

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل،چې خلکو له ګڼو ګواښونو سره سره  د  ټاکنو په ملي پروسه کې په پراخه کچه ګډون وکړ .

هغه وايي،چې د خلکو رايو ته بايد احترام وشي او پاکې او نا پاکې رايې سره بېلې شي  او تر هغه وروسته  د ټاکنو پايلې اعلان شي .

ده زياته کړه ،چې ټاکنيز کمېسيونونه بايد بې پرې عمل وکړي او داسې کوم څه ونه کړي ، چې له مخې يې هېواد بحران خواته ولاړ شي .

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery