مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-23   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

بشير بهرام: د پکتيا رايې نه دي باطلې شوي

لودين

د پکتيا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون هغه راپورونه رد کړل ، چې ګوندې ددې ولايت د ۳۲ مرکزونو رايې باطلې شوې دي.

تېره ورځ په کابل کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند نادر محسني له رسنيو سره په خبرو کې ويلي و ،چې د نور و ولايتونو تر څنګ يې په پکتيا کې د ۳۲ مرکزونو رايې باطلې کړې دي.

د پکتيا د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس بشيربهرام د  غويي په ٢مه، خبريالانو ته وويل ، چې په دې ولايت کې يواځې د شپږو ولسواليو د ۳۲ محلونود رايو صندقونه څېړل شوي دي.

دده په وينا، په دغو مرکزونو کې يوڅه اندازه ستونزې وې ، خو په دومره کچه نه ،چې رايې يې ټولې باطلې شي .

نوموړي زياته کړه ، چې د مرکزي دفتر له خوا ددې رايو باطلې اعلانول کېدای شي ، د ناسم پوهاوي له امله وي او دوی په خپله دغه راپور مرکز ته نه دی لېږلی.

بهرام وويل دا هغه مرکزونه دي ،چې دفيفا له خوا پرې نيوکه شوې وه ،چې په بېلابېلو برخو کې لکه دښځينه وو پرځای د نارينه وو له خوا د رايو کارېدنه،په يو صندوق کې له شپږسوه څخه زياتې رايې او ځينې نورشکايتونه شامل وو.

دی وايي ،چې ددې صندوقونو څېړنه نن پای ته رسيږي ،چې دوی به يې راپور مرکزي دفتر ته ليږي او هغوى به يې په اړه وروستۍ پرېکړه کوي.

له بلې خوا په پکتيا کې د ټاکنو کمېسيون رييس رحمت الله حقمل هم مني ،چې ديادو محلونو په اړه فيفا او ځينو نورو ادارو شکايتونه لرل ،چې د مرکزي دفتر له خوايې بېرته شمېرنه او څېړنه وشوه.

دی وايي، چې پر دغو مرکزونو کې ځينې شکايتونه لکه په ځينو پاڼو د محل د رييس نه لاسليک ،د پاڼو نه مهر او ځينې نورې ستونزې شاملې وې .

په پکتيا ولايت کې  د ١٣٩٣ لمريز کال د وري د ١٦مې دټاکنو په اړه ۸۷ شکايتونه شوي ،چې ۱۶ يې د ولسمشرۍ دي ، خو د چارواکو په خبره تر اوسه پورې يواځې د ولسمشرۍ شکايتونه څېړل شوي او د ولايتي شورا يې پاتې دي.

په کابل کې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند نادر محسني نن پژواک ته وويل، چې پرون د پکتيکا د مرکزونو په اړه سوء تفاهم شوى و ، ددغه ولايت رايې نه دي باطلې شوي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery