مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ډاکټر عبدالله ټیم وطن تجزیه کوی!

رفیع خلیل ناصر

 

لیکوال نه یم خو دا د ځینو بی مسولیته خلکو ویناوو دی ته اړ کړم چی دا لیکنه ترسره کړم. څه موده وړاندی د ډاکټر عبدالله یوه ویاند اوریا وویل که زمونږ ټیم بریالی نه شو نو لوی بحران به راسی. بیګاه یو بل ویاند یی بیا ویلی چی بحران په دی معنا چی ان وطن به تجزیه کړو.
هرکله بلا له هغه پاسی چی پوزه یی پر مخ څاڅی، دا کسان ځان نه پیژنی، د سواد کچه یی دومره ټیټه وی چی د ویاندی په اوصولو نه پوهیږی، پریږده لا دا چی د حکومت واګی په لاس کی واخلی. دوی ملامت هم نه دی ټول عمر جنګ او جګری د زده کړو له نعمته محروم ساتلی دی او بیا ګرم په دی دی چی اوس هم چی شرایط مساعد دی نه غواړی د دوی بچی سبق ووایی بلکه غواړی هغوی هم لکه د ځان په شان تر ۱۰۰ نورو کلونو پوری وړانده وساتی.
چی زده کړی و نه لری نو پلان، اداره، حکومت بیا کوم مفهوم نه لری د دوی په وړاندی. خو داسی هم نه ده چی دا ټیم هیڅ نه شی کولی، دوی کافی تجربه هم لری، خدمات یی هم وړاندی کړی دی، ملت او وطن ته یی هم پام کړی دی او هغه دا چی په تیرو دوه لسیزو کی ډیری میندی بوری کړی، وطن یی وران کړ، نوی نسل یی معیوب او یتیم کړ او ځان یی د دی ټولو قهرمان و نومووو. چی آفرین ورته وایو.
دا ټیم د دی توان لری چی بیا دا قهرمانی وګټی او بل چا ته ان د ولس او وطن دښمن ته هم د دی افتخار نه ورکوی او په خپله دا کار کوی.
یو سوال چی ځواب یی هم نه لرم هغه دا چی ولی دا خلک دومره خود خواه او خود غرضه دی، ولی دوی د بل بریا نشی زغملی او ولی په دومره سپین سترګی ولس ته ګواښونه ورکوی؟؟؟
 ها خوا بیا د دوی په څیر د دوی پخوانی حریف هم دوی ته ورته نظر وړاندی کړی دی چی د دوهم پړاو انتخابات به تحریموو. نه غواړم د هغوی په نظر بحث وکړم خو شاید یو دلیل یی دا وی چی په دا تیرو ۱۳ کلونو کی ډالر ورته نه وی رسیدلی خو دوی ولی وطن تجزیه کوی؟ ښایی دا یی د کوم بادار په لمسون هغه ته نوی پروپوزل ورکړی وی و د هغوی وعده ورسره دا وی چی پروپوزل یی منظور شوی دی.
الله دی په دی خوار وطن او ملت خپل رحم وکړی او د وطن او ملت دښمنان نابود کړی. کاش چی دا د وطن دښمنان د مالیزیا په هغه نا پدیدی الوتکه کی وی او یا د کوریا په ډوبی شوی بیړی کی وی چی مونږ یی له شره خلاص وی.
د ولس نه می هیله ده چی په دی وړندو مشرانو پسی نه ځی او خپل تګلاره دی له دوی څخه د انتخاباتو په دوهم پراو کی جلا کړی.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery