مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زابل: د یو شمېر مرکزونو د راویو بیاشمېرنه وسوه

احمدولي سرحدي

 

په زابل ولایت کې دټاکنیزو شکایتو اوریدولو او ټاکنو کمیسونو لخوا دځینو رایوورکولو مرکزونو رايې بیا شمېرنه پیل سوه ، پدې ولایت کې دولسمشرۍ او ولایتي شورا نوماندانو یوښمېر استازي وايي چې درایوورکولو پروسه په شفاف ډول ترسره سول او پکې هیڅ ډول ددرغلۍ پيښه نده رامنځ ته سوې. دوی وايي یوشمېر کسان هڅه کوي چي خپلو شخصي ګټو په موخه دزابل دشملزو ولسوالي دځنځیر سیمې رايې لمنځه یوسي او دهغه ځای امنیتي چارواکي بدنام کړي چي دوی ته داډول کړنې هیڅ دمنلو وړندي.
په ولسې جرګه کې دزابل دخلګو استازې اغلې زهراتوخي ، ولایتي شورا ته نوماندان محمدداود ګلزار، محمدداود اساس او فوزیه یونسي کاکړ دټاکنو او شکایت اوریدلو پرکمیسونوږغ کوي چي خلګو پدې سیمه کې په سختو حالاتو کې خپلې رايې کارولي اوباید ورته درناوی وسي.

بل لورته بیا یوشمېر نوماندان ډاکټر زلمی زابلی ،عبدالرحمان هوتک ، ماوند سردار محمد غرنی او دهغوی استازي  په شملزو ولسوالۍ کې ددرغلی خبره کوي ، دوی وايي پدې ولسوالۍ کې دامنیتي ځواکونو لخوا درغلې سوې او باید یادې رايې لمنځه ولاړې سي.

هاخوا بیا په سهېل کې دسرحدي پولیسو درستیزوال او دکندهار امنیه قومندان تورن جنرال عبدالرازق دشملزو په ولسوالۍ کې دټاکنو په پروسه کې دامنیتي ځواکونو هرډول لاس وهنه ردوي ، نوموړی وايي چي دوی یوازي دټاکنو په ورځ امنیت ساتلی وو او په یاده سیمه کې ټاکنې په شفاف ډول ترسره سوې.


دزابل دټاکنو خپلواک کمېسون ولایتي مسول محمدهاشم درانی بیا درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي تردې مهاله پوري ددې ولایت دهیڅ ځای رايې لمنځه ندې تللې  او دیوشمېر محلونو رايې چې ترشک لاندي وې ، دمرکزي کمېسون په لارښوونه يې بیا شمېرلې دي. نوموړی وايي چي درايې لمنځه وړل دټاکنو خپلواک کمېسون او شکایت اوریدلو کمېسونو دمرکزي دفتر صلاحیت دی.

په زابل کې درایو بیا شمیرنه پداسي حال کې پیلیږي چي ددې ولایت په ډیری سیمو کې ټاکنې په شفاف ډول او دامنیت په فضا کې ترسره سولې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery