مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ۱۳۹۲ مالي کال د قطعیې حساب د پلټنې د عالي ادارې موظف کمیسیون ته سپارل شوی دی

کابل – د ۱۳۹۲ د ثور ۳

 

په ۱۳۹۲ کال کې د دولت د عوایدو او لګښتونو د حساب صورت، وروسته له هغې چې د افغانستان د مالي ادارې د سیستم او د بودجوي واحدونو د ارقامو له تطبیق وروسته د پلټنې عالي ادارې موظف کمیسیون ته رسماْ سپارل شوی دی. د پلټنې محترمه عالي اداره به له بررسۍ وروسته، د دولت د قطعیې د حساب ګزارش ولسي جرګې ته وړاندې کړي.
په ۱۳۹۲ مالي کال کې د دولت ټول عواید ۱۰۹،۳۳۲ میلیارده افغانۍ وو او په مقابل کې یې د دولت لګښتونه (عادي او پراختیایي بودجې) ۲۷۸،۱۴۵ میلیارده افغانۍ وو \ې په دې ډول د کورنیو عوایدو د ۱۳۹۲ کال د ټولو لګښتونو ۳۹ سلنه پوره کوله.
د ۱۳۹۲ کال د عادي بودجې وروستۍ سطح (د ضمایمو او د کال د نیمایی د بررسۍ په ګډون) ۲۱۸،۹۸۶ میلیارده افغانۍ وه او د کال لګښتونه ۱۹۷،۹۹۲ افغانۍ کېږي. د دې ارقامو له مخې بودجوي واحدونو په عادي بودجه کې لس په سلو کې سپما کړې ده چې د تېر کال په نسبت یو ښه پرمختګ دی.
د تېر مالي کال پراختیایي بودجه ۱۴۰،۱۹۴ میلیارده افغانۍ وه چې ۸۰،۱۵۳ میلیارده یې لګېدلي دي. په دې ډول په ۱۳۹۲ کال کې ۵۷ په سلو کې پراختیایي بودجه تطبیق شوې ده. دا رقم د ۱۳۹۱ کال سره د پرتلې وړ دی.
محمد آقا کوهستاني، د مالیې د وزارت د خزاینو لوی رییس د پلټنې د عالي کمیسیون استازو ته د قطعیې د سپارلو پر مهال وویل: «د افغانستان د مالی اداری سیستم» چې په ټولو ولایتونو او مرکزي ادارو کې ځای پر ځای شوی له یوې خوا د هېواد د مالي چارو اداره اسانه او باوري کوي او له بل لوري د روڼوالي په لوړولو، په هېواد کې د مالي فساد کچه راټیټوي. د افغانستان خزاین له هغه نقشه چې په ښې حکومتولۍ کې یې لوبولی دی رضاییت څرګندوي.»
د قطعیې د حساب ګزارش به له کره ارقامو او ټولو جزییاتو سره، د عامه مالي چارو او لګښتونو د ادارې د قانون له احکامو سره سم وروسته له دې چې د پلټنې عالي اداره خپل ګزارش ولسي چرګې ته ورسوي، خپور شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery