مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

ژوندون څه دی؟

عبدالنافع ثنا



 کان د زرو مي په مفته کي ګټلی
 که ګټلی، نو په مفته مي بایللی
 که راغلی نو له هسکه رالوېدلی
 که یې تله دي نو تر مځکي لاندي تللی
ژوندون څه دی ژوندون چا دی پېژندلی
 نه یې کور او نه یې ګور دی چا لیدلی


کله درومي د مستۍ پر اوږو باندي
 کله پټ د ځنکدن تر وزر لاندي
 کله غېږه د ځوانۍ کي وهي ساندي
 کله کوپه ملا روان وي راته خاندي
 ژوندون څه دی ژوندون چا دی پېژندلی
 نه یې کور او نه یې ګور دی چا لیدلی

کله وپاشم د هیلو لمن ډکه
 کله ورکړمه امید ته غاړه کلکه
 آرزو مي د آسمان ده ځای مي مځکه
 څه مي خپل دي؟ څه پردي دي؟ رانه ورکه
 ژوندون څه دی ژوندون چا دی پېژندلی
 نه یې کور او نه یې ګور دی چا لیدلی

په وېښتانو کي مي سپین دي راختلي
 سپين نو څه دي خو مرګي راته موسلي
 ورته ګوري وېرېدلي ترهېدلي
 آرمانونه څه سپېڅلي څه ناولي
 ژوندون څه دی ژوندون چا دی پېژندلی
 نه یې کور او نه یې ګور دی چا لیدلی

چي له کومه مي پر کوم لوري بهیر دی؟
 معما ده، ژوندون خوب دی که تعبیر دی؟
 زه یې لاس کي، که زما لاس کي تقدیر دی؟
 ایله دومره ده عیانه چي یو سر دی
 ژوندون څه دی ژوندون چا دی پېژندلی
 نه یې کور او نه یې ګور دی چا لیدلی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery