د رپوټونو پر اساس ویل کیږي چي نن ماښام مهال د هلمند ولایت روحاني مخور بهاوالدین جان اغا وژل سوی دی. پېښه وسله وال اړخ لري او په هلمند کي رامنځ ته سوې ده.
دا چي څوک ددغي پيښي پړه پر غاړه اخلي او پر چا تاوانیږي دا به وروسته معلومه سي. خو ویل کیږي چي نوموړی د سولې دپاره یو مهم او د ښه نفوذ خاوند شخصیت وو.