بېنوا ویبپاڼي ته د راغلي یوه خبر له مخي ویل کیږي چي د ټولګټو وزارت معین احمدشاه وحید چي څو ورځي وړاندي د کابل د زړه څخه اختطاف سوی وو؛ نن ازاد سوی او د خپلي کورنۍ سره یوځای سوی دی.
د خبر له مخي ویل کیږي چي نوموړی د کابل په یوه ولسوالي کي تښتوونکو په منګولو کي ساتل کېده چي د ملي امنیت او مي پولیسو د ګډو عملیاتو په پایله کي وموندل سو.
دا چي ددغي پېښي اړوند څوک نیول سوي او د چا لخوا څنګه طرحه سوې وه، تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویل سوي خو تمه کیږي چي اړین جزیات به ژر په ډاګه سي