مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-24   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

په کندهار کې دوه پوليس او څلور وسله وال ووژل شول.

لودين

د کندهار امنيتي چارواکي وايې چې د دې ولايت د ښوراوک او ريګستان ولسواليو تر منځ په سرحدي سيمه کې د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته شوي ده.
د کندهار د امنيه  قومندانۍ وياند ضيا درانى وايې چې د لوړي په نوم په دغه سيمه کې وروسته له هغي نښته را منځته شوه کله چې وسله والو طالبانو افغان ځواکونو ته کمين نيولى و او د نښتي سره سم مرګ ژوبله را منځته شوه.
درانى وايې چې په دي را منځته شوي نښته کې دوه تنه پوليس او څلور وسله وال وژل شوي دي.او وسله والو طالبانو په دي پېښه کې د يو قومندان په ګډون د اوو سرتېرو د وژني ادعا کړي ده او ويلي يې دي چې يو شمېر وسلي يې هم له افغان ځواکونو څخه نيولي دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery