دخپریدو نیټه : 2014-04-24 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
په ارزګان کې څلور طالبان يو محلي پوليس ووژل شوه .
لودين
د اروزګان چارواکې وايې چې د وسلوالو طالبانو سره د نښتې پر مهال څلور وسلوال طالبان وژل شوې او درې نور يې ټپيان کړيدې .
دغه نښته تيره ورځ( چهارشنبې ) ناوخته د خاص روزګان ولسوالۍ د توري چينې په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه. چې پوليس د وسلوالو له يوه کمين سره مخ شوه. د خاص روزګان ولسوالۍ د پوليس مشر دوهم څارن قاري نظر محمد وايې چې په دغه نښته کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوی او دوه نور ملګرې يې ټپيان شوي دي.
د پوليسو دغه مشر وايې چې د وژل شويو وسلوالو دوه جسدونه د جګړې په ډګر کې پاته شوي دي .
د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايې چي د خاص روزګان ولسوالۍ په شالۍ ناوه سيمه کې د دوی د ملګرو او پوليسو ترمنځ نښته کي ۸ ملي پوليس وژل شوي دي.
هغه وايې چې په دغه نښته کې د دوې څلور ملګري هم ټپيان شوي .
.