مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-24   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : د دريو چرکي بريدګرو د نيولو خبر ورکړل شو .

لودين

د کندهار د ملي امنيت منسوبينو  په دې ولايت کې د دريو چرکيانو د نيولو خبر ورکړ .  

 دغه  اداره وايې ،درې تنه چرکيان چي په کندهار کي يې هدفي وژني کولې، ونيول سول.
 
د کندهار مطبوعاتي دفتر په خپله خبرپاڼه کې وايې چې ، محمد لعل مشهور په عبدالحنان د رحمت الله زوى، د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکى، محمد عزيز د محمد قاسم زوى، د پنجوايي ولسوالۍ د تلکان کلي اوسېدونکى، چي دا مهال په بولدک ولسوالۍ کې اوسېدى، دلاور د امان الله زوى، د تخته پُل ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
 
سرچينه وايې چې ؤ يادو درو کسانو د کندهار ولايت د ميوند او ژړۍ ولسواليو په مربوطاتو کي د ملا ابراهيم د ترهګريزي ډلي غړيتوب درلود، چي په يادو ولسواليو کي يې تخريبي او ټروريسټي فعاليتونه ترسره کول.
 
خبرځای زياتوي چې، نوموړي کسان د کندهار د ملي امنيت رياست له لوري په ميوند ولسوالۍ کي له ٣ ميله کلاشينکوفونو او ١١ عدده د کلاشينکوف له شاژورونو سره يو ځاى ونيول سول. دغو چريکيانو پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړى دى.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery