مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-24   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کوټه : د افغان کونسلګرۍ په انګړ کې غونډه وسوه ،

عزيزالله مهجور / کوټه

نن د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه د افغان قونسلګري په انګړ کي د يولړ خاصو مراسمو په ترځ کي د پوهني دوزارت د آتيشي له لوري چي په کښې د افغان کډوالو د پنډغالو مشرانو ،سرښوونکو او ښوونکو برخه درلوده غونډه وسوه ، چي لومړی د پوهني آتيشه محترم الحاج نجيب الله عبدالرحيمزي و ټولوګډونوالو ته د پوهني د وزارت پرهڅو او لاسته راوړونو رڼا واچول او د افغان مشرانو څخه يي غوښتنه وکړه: ( چي نور بايد خپل تروسه د خپلو بچيانو په سالمه روزنه کي جدي پاملرنه وکړو) .
وروسته په کوټه کي افغان قونسل وحيدالله مومند غونډي ته خپله وينا واوروله چي په خپلو خبرو کي يي د افغان کډوالو د مشکلاتو او په ځانګړي توګه دافغان زده کوونکو د ستونزو په اوارولو کي د ټولو اړوندو ادارو د تشويق او کار کولو هڅه به وکړم ، اوښاغلي زياته کړه: ( په دي ډير خوشحاله يم چي د کډوالی په داسي چاپيريال کي زموږ افغانان ورونه د خپلو بچيانو د تعليم او پرمختګ غوښتونکي دي ، چي دابه د ګران افغانستان لپاره د خوشحالی او نيکمرغی سبب سي ) .
خو د دواړو ښاغلو له ويناوو څخه وروسته د افغان کډوالو مشرانو حاجي کبيرخان الکوزی ، حاجي حيات الله خان پوپلزی ، حاجي صاحب جان الکوزی ، معلم محمد امان ، حاجي داروخان ، عبدالواسع پوپل ، خان محمد افغان مل ، ګل خان وردګ ، حاجي عبيدالله اسحاقزی ، محمد قاسم خان توخی ، محمد نوروز خان ماکوزی او په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو دټولني مشر ښاغلي ظاهرپښتون د افغان کډوالو پرستونزو وږغيدل.
او د ټولو لوړ پوړو چارواکو څخه يي جدي غوښتنه وکړه :چي په پنډغالو کي د افغان ماشومانو تعليمي وضيعت ډير په ټيټه سويه روان دی ، کوم چي نن يي ورته اړتيا سته هغسي اسانتياوي نه دي ورته برابري ، نو ټولي اداري بايد زموږ دبچيانو په روزلو کي په پوره او ايماندارۍ سره خپلي دندي سرته ورسوي او ټولو ګډونوالو د جنرال قونسل ښاغلي وحيدالله مومند او د پوهني آتيشه الحاج نجيب الله عبدالرحيم زی د هڅو ستاينه وکړه چي په رښتيا يي هم خپلي دندي په اسلامي او ملي روحيو سمبالي سرته رسوي .
چي ددوی دکړونو په بدل کي د ښاغلي ظاهرپښتون او حاجي حيات الله خان له خوا ښاغلي وحيدالله مومند او ښاغلي عبدالرحيم زي ته افتخاري بګړی وتړل سوي .
د غونډي څخه وروسته په بلوچستان کي و ټولو افغان ښوونځيو ته د پوهني د وزارت د آتيشه له لوري و هره ښوونځی ته د ښوونځيو د درسي خونو لپاره فرشونه ورکړل سوه او د نورو مرستو ډاډ يي هم افغان کډوالو ته ورکړ.
د پوهني د وزارت ددي خدمت په هکله ټولو افغان کډوالو خوښې څرګنده کړه او د پوهني دوزارت د لا همکارۍ غوښتنه يي وکړه . د فرشونو د توزيع څخه وروسته ټولو ګډونوالو ته د پوهني د آتيشه عبدالرحيم زي له لوري هم ډوډی پرګرام برابر سوی و .
د ډوډی له خوړولو څخه وروسته د ماپښين پر (۴) بجي غونډه پای ته ورسيده .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery