مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د با احساسه محصلينو په نوم پوهنیزه او روزنيزه برېښناپاڼه پر لیکه شوه

 

 

با احساسه محصلين چې د هيواد له ښوونځيو، ليسو، مدرسو او پوهنتونو څخه را پورته شوی یو ناپیلی او خپلواک بهیر دی. د بهرنيو کلتوري یرغلونو پر وړاندې یې د هيواد د ځوان نسل د بېدار ساتلو لپاره د خپل مسولیت له مخې د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو هوډ کړی.

د با احساسه محصلينو ويب پاڼه، اسلامی ،علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه ده چی د هیواد ځوانان د پرديو کلتورونو له بد اغیز څخه وژغوري.  په افغان ځوانانو کې د ګران هیواد افغانستان او ټول اسلامي امت ته د ورپیښو مشکلاتو او ننګونو په وړاندې د ویښتابه احساس پيدا کولو هلې ځلې کوي.


د با احساسه محصلينو ويب پاڼه د کورنيو او بهرنيو تازه خبرونو او مقالو په برخه کې زياته پاملرنه پوهنتونو، مدرسو او ښوونځيو ته کوي.

د مېرمنو ځانګړې پاڼه، په انګلیسي ژبه ځانګړې پاڼه، او د اډیو او وډيو درسونو برخو برسېره دهر ډول اسلامي، علمي، سياسي، فکري، ادبي، د ساینس او تکنالوژۍ، روغتايي، سپورټي او بېلا بېلو څیړنيزو مطالبو په خپرولو برسیره، د انلاين کتابتون پر لیکه کولو هوډ هم لري.

اسلام او د هیواد ملي ګټو ته ژمنو ټولو لیکوالانو، روڼ اندو، ځوانانو  او څېړونکو څخه د قلمي همکارۍ ترڅنګ د خپلو نظرونو شريکولو، ګټورو او هر اړخېزو لارښوونو او مشورو هيله لري.

 

ويب پاڼه: http://www.muhassileen.net/
فیسبوک پاڼه:  https://www.facebook.com/muhassileen
ایمل ادرس :   muhassileen.net@gmail.com

بل ايمل ادرس:  muhassileen.net@hotmail.com


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery