مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-16   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دزابل ښاروالۍ دتېرو اتو مياشتو کاري راپور!

دزابل ولایت کلات ښاروالۍ اته میاشتنی راپور چي دځوان ښاروال صاب ښاغلي کریم الله حکیمي په وخت کې ترسره سوې دي، په لاندي ډول دي:

دافغانستان داسلامي جمهوريت دسيمه ايزو ارګانونو دخپلواکي ادارې محترم مشرتابه،په ولسي او مشرانو جرګو کي دخلګو استازو او دافغانستان نجيب،شريف او ميړني ولس ته اسلام عليکم ورحمه الله وبرکاته !
محترمينو:دسيمه ايزو ارګانونو دخپلواکي ادارې په وړانديز، دولسمشر جلالتماب حامد کرزي په حکم او دجمهوري رياست دمشورتي بورډ په تايد زه کريم الله حکيمي دحاجي عبدالحکيم زوي د ۱۳۹۲/ د سنبله /۹ نېټه دزابل دښاروال په حيث مقرر سوم زما د مقررېدو څخه را وروسته هغه کارونه چي دزابل ښاروالۍ له لوري سوي په لاندي ډول يو يو تاسو ته وړاندي کوم
هغه غټي پروژې چي ما په خپله کاري دوره کي سرته رسولي او يا هم جريان لري .
لومړی : دقلات ښار په منځ کي دليککو او کمند کوڅې ديو کيلو مټره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړول .
دپروژې قراردادي : داود اساس ساختماني او سړک سازي شرکت
دپروژې مالي تمويلونکی : زابل – قلات ښاروالي
چي ددې پروژې کار په بشيړ ډول پاي ته رسېدلي او سړک ګټي اخيستني ته سپارل سوي .


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دوهم : دښاروالۍ په احاطه کي ددوه پوړيزه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول جوړول او ورسره د(200) کسانو لپاره کنفرانس هال
دپروژې قراردادي : افغان فضل ګروپ ساختماني شرکت
دپروژې مالي تمويلونکی : زابل – قلات ښاروالي
چي ددې پروژې کار تقريباُ اوس شپيته فيصده پاي ته رسېدلي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دريم : دښاروالۍ په احاطه او دښاروالۍ اړوند مېلسمتون کي دشپږ بابه امنيتي ټاورنو جوړول
دپروژې قراردادي : العمران بسموال ساختماني شرکت
دپروژې مالي تمويلونکی : زابل – قلات ښاروالي
ددې پروژې کار تقريباُ اتيا فيصده تمکيل سوي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څلورم : دقلات ښار لپاره دپنځه بابه دخولي او خروجي دروازو جوړول .
۱- دکندهار- کابل عموي لاره دباکورزو دکلي پر سر
۲- دکندهار – کابل عمومي لاره دسيانک دهوتلونو سره
۳- له عمومي سړک څخه و ولايت مقام ته د ورجلاسوی سړک په سر کي
۴- دشنکۍ ولسوالۍ پر غځېدلي سړک دترنک پله ته څېرمه ساحه کي
۵- دميزاني ولسوالي پر غځېدلي سړک دمجيد زابلي شهرک ته څېرمه
ديادوني ده، چي د شنکۍ او ميزاني ولسوالۍ ددروازو سره يو ـ يو امنيتي ټاور هم جوړيږي
دپروژې قراردادي : نړيوال پراختيايي دګډو وړونو ساختماني شرکت
دپروژې مالي تمويلونکی : زابل – قلات ښاروالي
ددې پروژې کار هم تقريباً دېرش فيصده ته رسېدلي
نوټ: هغه دوې خروجي او دخولي دروازې چي دکابل – کندهار پر لويه لاره پرتې دي پر هغو به دزابل ټوله تاريخ ليکل سوي وي .
_______________________________________
پنځم : دقلات په ښار کي دمرکزي چوک پر ځاي دعصري چوک جوړول
دپروژې قراردادي : اميد صفت افغان ساختماني شرکت
دپروژې مالي تمويلونکی : زابل – قلات ښاروالي
ددې پروژې ټوله ابتدايي کارونه او مراحل خلاص سوي چي انشاالله په دا څو ورځو کي به يې کار پيل سي.


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ب : کوچني پروژې
اول : دښاروالي په اړوند مېلسمتون کي دکنفرانس هال مکمل رنګمالي،مکمل وايرنګ،سټېج جوړول،مکمل سونډ سيسټم،پردې جوړول.
دوهم : دښاروالۍ اړوند مېلمستون کي پر يوه وخت د(100) کسانو لپاره دطعام خانې جوړول او ورسره مکمل سامان.
دريم : دښاروالي اړوند مېلسمتون کي ددوو زړو تعميرانو مکمله رنګمالي،وايرنګ ،پردې،فرشونه او غالۍ،او په تعمير کي نور دضرورت دشيانو جوړول او ترميم .
څلورم : دښاروالۍ اړوند مېلسمتون کي دڅلورو نويو تشنابونو په عصري ډول جوړول او ددريو نورو زړو تشنابونو مکمل ترميم .
پنځم : دښاروالۍ اړوند مېلسمتون کي ددريو اشپږ خانو جوړول چي يوه يې ګازي او دوې نوري دبوټو لپاره دي.
شپږم : دښاروالۍ اړوند مېلسمتون کي دواليبال او باسکيتبال لپار معياري ميدان جوړول .
اووم : په ښاروالي او دښاروالۍ اړوند مېلمستون کي د دريو نويو فوارو جوړول او په ښاروالي کي ديوې زړې فوارې ترميم .
اتم : په ښاروالي او دښاروالۍ اړوند مېلمستون کي دپياده رونو او جالونو جوړول .
نهم : دښاروالۍ اړوند مېلمستون کي پر احاطوي ديوال د دوه متره جال او جاليو راګرځول چي دهغه پر سر بيا سيم خاردار هم شتون لري .
لسم : دښاروالۍ اړوند مېلمستون کي دچمنونو او ګلدانونو جوړول .
يولسم : دښاروالۍ اړوند مېلسمتون کي دڅلورو نويو تشنابونو دبد رفت داوبو لپاره دذخيرې جوړول او ددريو نورو زړو تشنابونو دبد رفت داوبو دذخيرې ترميمول .
دولسم : په ښاروالۍ کي دمراجعينو لپاره دانتظار ګاه جوړول .
ديارلسم: دښاروالۍ په احاطه کي دزړې شيشه خانې مکمل ترميم او کټارې ورته جوړول .
څلورلسم : په ښاروالۍ او دښاروالۍ اړوند مېلمستون کي پر کلکينانو باندي امنيتي جالۍ لګول.
پنځلسم : په ښاروالۍ رياست کي دمراجعينو لپاره دثبت او راجسټر ځانګه فعالول .
شپارلسم : دښاروالۍ او دښاروالۍ دمېلسمتون لپاره شپږ زره واټه شمسي برېښنا په وجود راوړل .
اولسم : په ښار کي دسرسبزۍ او ښکلا لپاره دپنځه زره نيالګيو ايښودل او دهغوي څخه وخت پر وخت څارنه .
اتلسم :دباالاحصار ددتپې سرسبزه کول چي تفريباُ درې زره نيالګي مو هلته کښېښودل چي په دا دېرش کاله همداسي وچه پرته وه.
نولسم : ددو پارکونو ترميم او ورسره دکوچنيانو لپاره دبازيو دشيانو اماده کول .
شلم : دښار صفايي په دوامداره توګه .
يويشتم :دعامي روغتيا رياست او د ډاکټرانو داتحاديې دغوښتني په اساس داداري مجلس تر پرېکړې وروسته ډاکټرنو ته د ۲۴ معاينه خانو او دواخانو لپاره دځاي مشخص ول .
دوه ويشتم: ددوه عردادو امبولانسونو غوښتل دمرکز څخه چي دهغوي له لوري راسره وعده سوي چي ډېر ژر به دقلا ت ښاروالۍ په واک کي ورکول سي چي په دې سره به دښاريانو هغه ستونزي چي اوس يې دجنازو دنتقالولو او يا هم دعاجل مريض دانتقال په وخت کي لري په بشپړه ډول حل سي .
درويشتم : ښاروالۍ ته يوه عرداه کرينګ موټر رواستل چي هره ورڅ دښار څخه کثافات انتقالوي .
څلوريشتم : دزابل دمرکزي روغتون سره ديوه پايه لوي يخچال مرسته .
پنځه ويشتم : په قلات کي ټولو جايدادونو ته د پليټو وېشل .
شپږويشتم :ديوې منډيي جوړول چي ټول دضرورت شيان به پکښي کي وي او يو نفر کولائ سي چي هر څه ضرورت په همدا يوه ځاي کي پوره کړي .
-----------------------------
نور کارونه چي په ښاروالۍ کي ترسره سوي دعوايدو دراټولو لپاره دمارمورينو دظرفيتونو دلوړوو لپاره او دښاروالۍ دکارونو دښه مخته بېولو په خاطر .
اول : دمامورينو پاره وخت پر وخت ټرينګونه او دIFMS سيسټم رامنځ ته کول چي ټوله مامورين ورڅخه استفاده کوي .
دوهم: ښاروالۍ ته دانټرنيټ راوستل .
دريم : ټوله کارونه دکاغذ څخه وعصري سيسټم يعني کمپيوټر ته اړول .
څلورم: دمامورينو استخدام په کمبود بستونو کي .
پنځم : دانجينرانو استخدام چي تر اوسه زابل ښاروالۍ انجينر نه درلودي .
شپږم : دعوايدو په حصه کي دپام وړ لوړوالي .
اووم : دشاهجوي ولسوالۍ څخه دعوايدو راټلول چي په دا څو کاله دا کار نه وو سوي .
اتم : دمراجعينو ستنونزي پر خپل وخت حلول
نهم: دملي اردو سره دتېرو شپږ کالو راهيستي دځمکي پر سره جنجالونه چي هغه مو اوس حل کړل .لسم : دقلات دښار ددوو ناحيو څخه وڅلورو ناحيو ته لوړل .
يولسم : دقلات دښار لپاره دحدودو ټاکل .
دولسم : دهغو کسانو جريمه کول چي په ښار کي غيري قانوني کارونه کوي او ښاري نظم نه مراعتوي .
ديارلسم : دښار او ښاريانو دستونزه دحل په موخه په دوامداره توګه دښاريانو اد ناحيو دوکيلانو سره مجلسونه .
څلورلسم:په روانو کارونو او پرو ژو کي درې سوه کسانو ته دکار زمينه برابرېدل .
پنڅلسم : ټوله اداره تر ريفورم لاندي راوستل چي ډېر ژر به دا پروسه نهايي سي .
شپارلسم : دښاروالۍ دمشورتي شورا دجوړولو لپاره هلي ځلي چي په دا نږدې راتلونکي کي به جوړه سي .
--------------------------
هغه مشګلات چي زابل ښاروالي ورسره مخ ده
اول : دقيقه احصايه هيڅ وجود نلري .
دويم : دپاکو اوبو نشتوالي
دريم : دکاناليزسيون سيسټم هيڅ وجود نلري چي ښاروالي يې دډېرو مشکلاتو سره مخ کړي
څلورم : کمه بودجه چي دزابل دولايت لپاره هيڅ بسنه نکوي .
پنځم: دزورواکو له لوري دماليه نه ورکړه او دعوايدو دراټولېدو په وخت کي ددوي لوري مشکلات شپږم : په زوره دځمکو غصب او دزوراکو په مستقيم همکاري
اووم : دمامورينو کم معاشات چي ډيری مسلکي او حتي غيري مسلکي کسان لا هم کار کولو ته زړه نه ښه کوي .
اتم : په پنځلسو نفرو دټوله ښار صفايي چي دا هيڅ امکان لري .
نهم : سختي امنيتي ننګوني
لسم : دمامورينو داظافه کارۍ نشتوالي .
يولسم : دوسايلو او وسايطو کمبود
دولسم: په ځينو کارو کي دهيئـتانو له لوري پر وخت کار نه خلاصول چي بيلا بيلي ستونزي جوړوي او هدف يې پيسې غوښتل وي .
یادونه: دکلات ښاروال صاحب په ډیرلږوخت کې ډیرڅه کړي دي او هرزابلی ورته دقدرپه سترګه ګوري، دلابریاوو په هیله.


احمدولي سرحدي - زابل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery