دخپریدو نیټه : 2014-06-04 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
نورالله نوري دسولې راوستلو په موخه له طالبانو سره یوځای کیږي
سید سلام
د ګوانتنامو له بنده د پنځو خوشي شویو طالب بندیانو له منځه یو تن غواړي چې له وسله والو طالبانو سره یوځای شي څو د سولې لپاره هلې ځلې وکړي. د نورالله نوري خپلوانو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ښاغلی نوري غواړي چې له طالبانو سره یوځای شي او د سولې لپاره کار وکړي. نوري، چې ۱۲ کاله بند یې په ګوانتنامو کې تېر کړ او د مې په یودېرشمه خوشي شو، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بلخ والي و. د نورالله نوري د تره زوی عبدالله فرانس پریس خبري اژانس ته په ټېلفوني مرکه کې وویل:«وروسته له دې چې نوري خوشی شو موږ ورسره خبرې وکړې، دی ډېر لېواله دی چې افغانستان ته ستون شي.» عبدالله دا هم وویل چې نوري غواړي چې له طالبانو سره یوځای شي او هغوی سولې ته وهڅوي.