مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

عبدالله عبدالله ته !‎

عبدالوارث احمدزی

 


د ۲۰۰۸ کال د تعلیمي کال پیل وو د شمالي ولایتونو د مکتبونو سره می د درسي کتابونو قرارداد کړی وو دا چه د قرارداد وخت خلاصیدونکی وو بدبختانه په هغه ورځ کابل کښي موټرونه بند وو په ښار کښي یوې خوا او بلي خوا ته می کتل یو سپین ږیری بابا چه څلور ټایره ګاډی یې چلول ورته ور ږغ می کړه بابا چه ډیر زهیر ولاړ وو سمدستي راته راغلي . د صدارت څلور لاري څخه بیا تر ګوره قبرستان پوري می د کتابونو د انتقالولو کرایه ځیني و پوښتل ،بابا چه ټوله ورځ یې ګرمی ته تیره کړې وه د کرایې اختیار یې ماته را پریښود. کتابونه یې ټول په یوازی لاس ګاډی کښي ځای په ځای کړل او ماته یې وویل: زویه حرکت به وکړو . د بابا سره کرار کرار د ګوره قبرستان په خوا روان شوم بابا ته سم متوجه نه وام خو کله چه ورته متوجه سوم بابا څلور ټایره ګاډی په یوه لاس چلول ،بابا څخه می د دا علت پوښتنه وکړه د بابا د سترګو څخه اوښکي د سړک په سر د باران د قطرې په څیر را پریوتې د بابا د اوښکو په لیدو می زړه سخت درد وکړ ځان ته په غوصه شوم چه له ما خو به په څه نه وي خفه شوی بابا می نه پریښود د اوښکو تویولو او په یوه لاس د ګاډی چلولو پوښتنه می بار بار ځیني کول بابا راته وویل: زویه دا درې ورځي کیږی چه د چپه لاس اوږه می ماته شوې ده او د دریو ورځو راهیسي می په کور کښي ډوډی نه وه ماشومانو به د لوږی راته ژړل نن سهار چه می کوچنی زوی په کور کښي نه ولید نو می د کوچني د مور نه پوښتنه وکړه چه ښځی زوی دي چیري دي مور یې راته وویل: سړیه هغه خو می د شیر پور کورونو ته د خیرات ټولولو لپاره استولی. بابا : د خپل ناچاره میرمني په خبره ډیر په غوصه شوم. سمدستي له کور څخه خپل په وړوکي زوی پسي راووتلم د کوڅې په سر کښي می خپل زوی ولید چه ګریوان یې د اوښکو ډک دی او سر یې په زنګنو پروت دی ژاړی د ماشوم په لیدو می درد نور هم ډیر سو خوکله چه می د خپل زوی نه پوښتنه وکړه چه ولی ژاړې ماشوم راته په ژړغوني اواز کښي وویل: پلار جانه شیر پور ته تللی وام مور می د خیرات ټولولو لپاره استولی وام خو کله چه د یوه کور مخته ودریدم او دروازه می وروټکوله یو غټ مخي سړي دروازه پرانیستله ما د خیرات غوښتنه ځیني وکړه غټ مخي ټینګه څپیړه په دا مخ ووهلم او راته یې وویل: یکي خو از دست شما ما روز نه داریم برو دیګه دفعه طرف خانه ما نبینم .... د بابا د سترګو اوښکي رواني وې او راته یې وویل: زویه نن می غیرت په کور ورځ تیرولو ته نه پریښودم او په دا ماته اوږه د صدارت په څلور لاري له سهار نه تم وام چه ته په مخه راغلې... د سپین ږیری بابا دا کیسې زه هم ډیر و ژړولم د بابا سره په پوښتنو لګیا وام تر څو د ګوره قبرستان پوري راورسیدم کتابونه می ورسره د ګاډی څخه کښته کړه او وروسته می چه په وسه پوره وه هغومره مرسته وکړه بابا هم ښه ډیري دعاوي راته وکړې او راڅخه روان شو. ------------------------------------------------------------------- اودلا اودلا زما د غني رایه د دغو بیوزلو ،غریبو او ناتوانه افغانانو رایه ده نه ستا د شیرچور د ماڼیو د ظالمانو دا رایه د هغو افغانانو رایه ده چه د تیر څو لسیزو کلونو راهیسی یې په کورني جنګونو کښي خپل کورونه ،کاروبارونه د لاسه ورکړل د غني رایه دهغو کونډانو ، یتیمانو رایه ده چه ستاسو په دوره کښي یې خپل پلار، مور، زوی،لور،خور،ورور او یا بل قریب د کابل په بمباریو کښي د لاسه ورکړي، د غني رایه د هغو تعلیم یافته ،مبارزینو، افغان ځوانانو رایه ده چه نور نه غواړي په حق کښي یې ظلم وشي او په ځای یې په څوکیو کښي بې سواده او نا اهله کسان کښیني. زما دغني رایه به خود تر تا ډیره وي ځکه د غني لاسونه پاک دي د غني زړه پاک دي د غني په زړه کښي د وطن مینه ده، غني مهربانه دی، غني خاکساره دي او غني د افغانانو یو ښه رهبري کولی شي. نور افغانستان غني شو څومره چه دي زړه وي هغومره چیغی دي وواهه د افغانستان راتلونکی ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزی دي. افغانانو مخکی له مخکي مو د نوي ولسمشر مبارک شه!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery