مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

سترګې مې په سترګې پسې وژړل

رفيع الله روشن

 

يادېږي مې له کوچنيوالي تر دې دمه مې ډېر ځله ژړلي دی،شايد موربه وهلی يم چې ژړلي مې وي،شايد استاد په ښوونځي يا مدرسه کې وهلی يم چې ژړلي مې وی، شايد دخپلوانو او اقاربو په مرګ به مې ژړلي وي،شايد په يوڅه غمجن شوی اوسم ژړلې به مې وي او پته به تاسو ته هم لګېدلې وي چې کله کله په ژړاکولو سره خلک سکون او ارام هم اخلي،زړه سپک شي ،سترګې رڼې شي او ستړتيا ووځي، خو دا لومړۍ ځل دی چې د زړه له دره مې سترګې په بلې سترګې پسې وژړل ،په ژوند کې لومړی ځل دی چې سترګه مې په سترګې پسې اوښکې تويوي او زه يې مخه نشم نيولای او په خدای قسم چې تر ټولو ډېر زيات دردېدلی يم په دې ژړامې زړه سپک نه بلکې چاودېدوته نږدې شو،سترګې مې رڼې نه بلکې لکه شګې چې پکې پرېوتې وې داسې نا ارامه يم.
لوستی اويا اورېدلي به مووي چې په کندهار کې له يوه زلمي څخه په ژونديني دهغه سترګه اېستل شوې او دخدای جل جلاله لوی نعمت ورڅخه اخستل شوی دی،اخر ولې دده بېچاره ګناه څه وه ،ده کوم داسې نه بخښونکی جرم يا ګناه کړې وه چې ستا زړه يې د سترګې په وېستلو يخ شو.
ای ددغه ناوړه اوغير اسلامي او غير انساني عمل عامله دغه مظلوم هلک څه کړي و ايا ستا او يا ستا له کوم خپلوان ياکوم بل بې ګناه انسان څخه يې سترګه وېستې وه اوبيا محکمې ورباندې ثابته کړه او تا ورڅخه خپل قصد واخست.
هو زه دامنم چې په شريعت کې قصاص په قصاص روا دی،د دبدن دهرغړي په بدل کې بايد هماغه غړی جزا وګوري چې زيمن شوی اوسی.
که چېرته همداسې شوي وي چې دغه هلک ستادکورنۍ دکوم غړي يا ستا سترګه په داسې حال کې چې په تاکې هېڅ ګناه نه وي درباندې وېستې وي اوبيا محکمې دا ثابته کړې وي چې داهلک د قانون مجرم دی اوبايد حد پرې جارې شي اوتاته واک درکړل شوی وی تا وروسته له دې ټولو قانوني مرحلو طی کولو څخه دا کار کړی وی ،نو درته وايم چې افرين،ډېرښه کار دې کړی دی ځکه چې تا د خدای له قانون سره سم عمل کړی او حق دې حقدار ته وسپاره.
خوکه داسې نه وي شوي او تا بې له کوم دليله يا   داسې جرم چې په هغې کې دې ځوان ته دومره سخته سزا لازمه نه وی او تا داسې عمل اجرا ء کړی وي نو وايم چې خدای دی هم په دې اوهم په هغې دنيا وکړوه،خدای دې ډېره درنه سزا درکړي،خدای دې همدومره ودردوه لکه تاچې دا بېچاره دردولی دی.
ای کمبخته! يوځل خوته په خپلو ګوتو دبدن غوښه کش کړه ،دهغې درد حس کړه اوبيا بل څوک هم له ځان سره پرتله کړه وګوره چې څومره درد به يې تېر کړی وی.
ای پاکه خدايه!  ته خپل رحم وکړې ته د بې وزلو ساتونکی شې اوته ظالم ته سزا ورکړې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery