مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دوياړونو په تاريخ كې نوى باب‎

اصیل ځاځی

 

 

د ۱۳۹۳ ل ل كال د غبرګولي ۲۴ مه ، دافغان غيرتي ولس په وياړلي تاريخ كې د شجاعت ، له وطن سره د بې كچې مينې او د خپل هوډ د تر سره كوولو يو نوى باب پرانيست . كله چې د ۱۳۹۳ ل ل كال د وري يا حمل په ۱۶ نېټه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې تر سره شوې او بيا يې پايلې لومړنۍ او ورپسې ورستۍ اعلان شوې معلومه شوه چې د ولسمشرۍ لپاره د اتو نوماندانو له ډلې څخه يو هم ونتوانيده چې د ولس ۱+۵۰ رايې خپلې كړي ، نو د ټاكنو د نافذه قوانينو له مخې د ولسمشرۍ ټاكنې د دو هغو نوماندانو ترمنځ چې دشپږو نورو نوماندانو له جملې څخه چې د ولس ډېرې رايې يې خپلې كړې وې ، ټاكنې دوهم پړاوته ولاړې . د ولسمشرۍ ټاكنو دوهم پړاو ته تللواو ترڅنګ يې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت وسله والو مخالفينو ګواښوونو په خلكو كې د دوهم ځل ټاكنود نه ترسره كېدا وېره پيدا كړه او آن تر دې چې يو شمېر دچارو پوهانو هم د دوهم ځل ټاكنوتر سره كېدل د ككريو د خاورې كېدا په بيه بللي وو. خو د هغې مقولې په بنسټ چې ويلي يې دي ( كله داسې هم كيږي چې په بې خيريريۍ كې د انسان خير نغښتى وي ) !
همدامقوله د هېواد د ځوريدلي او فقير ولس په حق كې عملاً تمثيل شوه . د هېواد دښمنانو خو دا سې انګېرله چې نه يوازې دا چې ټاكنې به تر سره نه شي ، بلكې د افغان ملي ځواكونو هغه برم به هم د بيا ځلې لپاره د خاورو سره خاورې شي چې د همدغه كال د وري په ۱۶ مه يې د ټاكنو لپاره د ډاډمن امنيت په نيولو سره په ولس كې خپل كړى دى . ځكه دوى دا ويل چې د حمل په ۱۶ مه جوي حالات مناسب نه وو ، په غرونو كې شپه نه تېرېده يخ و، ځكه خو امنيتي ځواكونه وتوانيدل چې دټاكنو امنيت تامين كړي ، خو دا ځلې ، هوا مناسبه ده او بله دا چې په زيات شمېر كې وسله وال له پولو را اوړېدلي دي ، نو دوى به دولت او ولس ته امنيتي ستونزې پيداكړي او پرې په نه ږدي چې دا ټاكنې تر سره شي .
خو لكه څرنګه چې وليدل شول ، د لومړي پړاو په پرتله د كمو قربانيو په ګاللو ټاكنې پر خپل وخت تر سره شوې ، او خلكو په پراخه كچه پكې ګډون وكړ . د افغانستان د كورنيو او بهر نيو دښمنانو له خوا د افغان ولس او افغانستان لپاره د بې خيريرۍ جوړ شوى پلان ، د افغانانو په خير بدل شو، له امله يې افغانان د دې ملي پروسې ( ټاكنو )ته په ارزښت قايل شول ، د دې ملي پروسې تر سره كول يې خپله ملي او اسلامي وجيبه وبلله د تر سره كېدو په برخه كې يې د سر او مال قربانيو ته چمتوشول . پښتون ، تاجك ، ازبك ، هزاره ، تركمن ، پشه يي نورستاني ايماق او براهوي ټول يو بل سره غاړه غړۍ شول ټول پخوانۍ ژبنۍ ، سمتي ، قومي او قبيلوي تربګنۍ يې هېرېې كړې د يوموټي ولس په توګه يې د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ د ښمن ته يې درنه سياسي څپېړه وركړه او يو ځل بيايې غليم ته وښوده چې افغانان په خپله خواره او دين مين ملت ده خبره يې يوه ده كله چې د يوه ملي هوډ د تر سره كولو اراده وكړي بيا يې مخه نيول د نړۍ زبرځواكوونو له وسه هم بهر وي .
په دهم ځل ټاكنو كې نه يوازې ولس د ملي مسايلو په وړاندې خپل يوالى سيمې او نړۍ ته وښوود بلكې زموږ ملي پوځونوهم له دښمن څخه ګټلى برم لا اوچت كړ او دا يې وښوده چې ملي پوځونه اوس د دې توان لري چې خپل ځوريدلى ولس د افغانيت او انسانيت له دښمنانو څخه وژغوري . اوس نو لرې نه ده چې افغان ولس د خپلو تويو شويو خولو ثمره وويني او د هېواد لپاره د دوو وتلو نوماندانو څخه يو يې د دې ولس د زعيم په توګه د صادقانه خدمت لوړه وكړي . تل دې وي آباد دې وي دفغانستان سره وروڼه قومونه اومليتونه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery