مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ادب ضرورت

ليكوال(محمد الله تبسم)

 

نن صبا د ادب په هکله يو مهم سوال دا هم دى چې ايا د ادب هغه اهمېت چې په تيرو زمانو کې اوس هم دى او که نه؟ د بعضې په نزد د ادب چې په مخکې زمانو کې څومره اهميت او ضرورت وو اوس نشته. هغوې د دوه فرضيو له مخې په دې نظر دي.يوه دا چې په اوس وخت کې د داسې قوي او اوچت فکر نه شي خپلولاى چې هغه دې لوى تخليق وکړاى شي.د اوچتو فکرونو توجه اوس د ژوند نورو اړخونو ته اوښتې ده.يعنې د ژوند هغو اړخونو ته چې فکر کيږي چې له ادب نه مهم دي.د مثال په توګه لکه د ساينسي علومو مختلفې څانګې. او يا سياست او طب او داسې نور.
بله فرضيه داده چې په تيرو وختونو کې ادب د مذهب تر څنګ د ژوند د راهنمايۍ وظيفه په غاړه لرله.ليکن د فکر او ساينس له ترقې سره د راهنمايۍ دغه وظيفه نورو فنونو په لاس کې واخيسته
 نو له همدې وجې په ادب کې د ښه تخليق لارې بندې شوې.دا دواړه فرضې تقريبا سره نږدې دي. او دواړه ادب د ژوند داسې يو اړخ بولي چې اوسني انسان يې بديل پيدا کړى.نو له دې وجې دا سوالونه بيا له سره اهم ګرځېدلى چې ادب يعنې څه؟ ايا د ادب بديل شته که نه؟ که يې بديل نه وي نو بيا هيڅ فکر د ژوند دې اړخ ته شاکولاى نه شي. نو ضروري ده چې د ژوند او د ادب اړيکه سره روښانه شي.
يو امريکايي فکر چې اوس تقريبا په نړې کې حاکم دى دا دى چې ادب يوه ښه تفريح ده.او کله چې فلم، سينما، راديو او تلويږون منځ ته راغلل نو د ادب نه د خوند اخيستونکو تعداد کم شو. چې دې نظريې ږما په فکر د ادب او د ژوند د هغه کلک تړون د غوڅولو کوشش وکړ. ادب د ژوند د اقدارو د پيژندلو دويم نوم دى. خو انسان دوښمنو او چل بازو د خپلو لوڅو هوسنو د حصول په لار کې هميشه انساني اقدار تر پښو لاندې کړي. او د صنعت د دور د دولت حريصانو د خپلو نورو غلتو افکارو تر څنګ د ادب په باره کې هم د غلط فکر د عامولو کوشش وکړ.چې ادب يوه اوچته تفريح ده او بس. هغوى د ادب بديل فلم سينما راديو او تلويزون وړاندې کړل.
او له دې سره يې کوشش وکړ چې دا قدر هم تر پښو لاندې کړي.
ژوند يوه مسلسله هڅه ده.او ددې هڅې په مخ کې هر منفي عمل سره له هر څومره طاقته دا هڅه نه شي ودرولاى. همداسې ژوند ادب ته هم هڅيږي او دا هڅه يې هم نه شي دريدلاى.بلکې د ژوند هڅه او د انسان عشق به هميشه د ادب لپاره لاره هواروي. يو فکر لرونکې ذهن دې نتېجې ته په رسېدو کې هيڅ مشکل نه احساسوي.چې ادب د تفريح تر څنګ ژوند د راهنمايۍ وظيفه اوس هم په غاړه لري.ادب د ژوند په لوړه او ژوره يو شان دى. ادب د ژوند معنويت او د وحدت شعور جوړوي. په اصل کې ادب دى چې د ژوند د ټولنيز کيدو شعر وايي. او ژوند له شيندلو منعه کوي.
د ژوند د نورو اړخونو خبره څه نوې نه ده. ژوند يو دى خو اړخونه يې له اوله ډېر وو. د نورو اړخونو يې خپل اهميت دى. د ساينسي علومو ترقي چې څومره مخکې ځي همدومره نور زياتوالې يې په ارمان بدليږي. ليکن د ژوند هيڅ اړخ د ادب تشه نه شي ډکولاى. په ادب کې انسان ته د بې شمېره خوبونو د تعبيرولو چل په نظر ورځي. چې زمونږ د دور انسان د پخواني په لارښوونه خپل يو څه خوبونه تعبير کړل. او ډېر يې لا بې تعبيره پاتې دي. کله چې انسان د خوبونو د تعبيرولو په تکل کې ووځي نو د ژوند ډېرو نوو اړخونو ته يېپام کيږي. او انسان د ژوند په نوي ضرورياتو پوهيږي. چې دلته ادب له نورو اړخونو سره خپله رشته ثابتوي. انسان چې تر څو خوبونه ګوري او د هغې د تعبير کوشش کوي. نوې لارې به ورته خلاصيږي. او ان تر دې چې انسان به بيا د خوب نه ليدل د ژوند اخر بولي. ځکه به انسان تر اخره خوبونه ګوري او ت اخره به يې د تعبيرولو تکل کوي. چې دا خوب ليدل به تفريح نه بلکې ضرورت وي. ځکه چې ددې خوبونو تعبيرانسان ته نوى فکر ورکوي. او نوې فکر د انسان د ژوند دنوي کولو او مخکې تللو سبب ګرځي. نو په همدې بانه به ژوند تر اخره د خپل خوب د تعبير لپاره ادب نازوي. چې د ادب نه د فکر اخيسنې له وجې د ژوند په نورو اړخونو کې مخکې ځيژوند بيا د ټولنيزو او سياسي بحرانونو حل پيدا کولاى شي.
که فکر وکړو نو پوهېږو چې د انساني کيفياتو له يوې لويې دنيا سره د ادب اړيکه ده.
چې هماغو کېفياتو خارجي کاينات احاطه کړي دي. چې هغه کېفيات يواځې د ادب له خولې انسان اورېدلاى شي. او تر کومه ځايه چې د ادب د راهنمايۍ خبره ده. نو له د حقيقي رهبرې لپاره ادب او مذهب کار کړى دى.
انسان دوښمنه فکرونه د دولت او واک لاسته راوړلو په مرض باندې اخته دي. لېکن د برټرنډرسل په مرګ چې د دنيا د نسانانو کوم احساس وو. هغه احساسات د يوه عظيم سياست دان په مرګ نامممکن دي. رسل د ادب او فلسفې نماينده وو. په اوسنې دنيا کې د اين سټاين د اهميت منونکي او د رسل د اهمت منونکو کې ډير فرق دى. بله دا چې انګريږي ټولنه د شکسپيير د قومي وجود نه بغېر د هغه اهميت ته قايله ده. دا ځکه چې تمدنونو د اولو حدودو د ټاکلو راهنمايي ادب کړې ده. ادب د انسان هغه باطن دى چې د کايناتو له هر شي سره يې رابطه ساتلې ده. او د هغې په مفهوم يې انسان پوهه کړى. دا نو بيا د انسان نيمګړتيا ده چې خپل ځان ته يې هغه اقدار غوره کړي چې کوم د اهميت وړنه دي.
انسان دوښمنو په لوى لاس د انساني وجود د زخمي کولو لپاره ادب ته ضربه ورکړې ده. کنه نو دا سوالونه به څوک جواب کړي. چې ايا په ايېنده به انسان د جذبې نړۍ ورانه شي؟ انسان به له حسنه متاثر کېدل پريږدي. او له ژونده به په مخ اړولو سره د ژوند د ښه کولو هڅه په ځاى پاتې شى. که داسې کېدل نا ممکن دي نو بيا لږ عالمانو غوښتنه ده چې د ادب په باره کې نتيجه داسې ترتيب کړي چې له صطحي واقعيتونو سره نه بلکې د ژوند له بنيادونو سره اړيکه ولري. چې د فکر نتيجې مثبتې شي. زمونږ د ټولنې ډير انسانان چې د ژوند په نورو اړخونو کې کار کوي. او ادب ته د حقارت په سترګه ګوري افسوس چې خپل ماشوم نظر ورته بالغ ښکاري. خپل هم څه نه کوي او غواړي ادب ته هم څه ونه شي. نو ځکه د ادب تخليق کارانو او مخکې بوونکو نه هيله کووم چې دا هڅه مخکې بوځي. او واړه او کم نظرونو باندې د ړاندو ګومان وکړي.
انسان په ادبي دنيا کې ډېر خوشحاله وي زما په نظر خو ادب د انساني کېفياتو سره مترادف دى او همدا ژبه ده چې له اوله تر اوسه انسان د ژوندد کشمکش د بيان لپاره کارولې ده. د قوميت احساس په ډلو د وېشلو له وجې انسان خفه کړى.سرمايه دارې انسان نه د بل انسان غلام جوړکړي. ساينس انسان ته د ارامې تر څنګ بم هم په لاس کې ورکړى. چې دې ټولو د اوسنۍ دنيا له سلو انسانانو د اوياوو انسانانو نه ذهني سکون اخيسې.او بېچاره يې په ماڼۍ کې لاس تر زنې کښېنولاى. خو ادب دى چې انسان ته يې د سرور او توانايۍ نه د ډک ژوند د تېرولو حوصله ورکړى. نو له دې وجې د انساني ژوند له مهمو ضرورتونو نه يو مهم ضرورت ادب هم دى. خو تخليق کار انساني او رښتونى ادب.
زښته ډيره مننه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery