مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-03   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

عزيز : د تاريخي ابداتو په چور او تالان کي دولتي چارواکي ښکيل دي .

په کندهار کې د سلګونو کلنو تاريخي اثار تر نيمايي زيات له منځه تللي دي  ، چې په ځينو کې  د دولتي چارواکو د لاس درلودلو ادعاوي کيږي . 
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو اړوند امريت وايې ، چې د بهرنيو هيوادونو په لمسون د کندهار هوايي ډګر څخه زرګونه تاريخي اثار قاچاق شوي دي .
دا څرګندوني وروسته له هغه کيږي  ، چې د کندهار د تاريخي ماڼۍ ( نارنج ماڼۍ ) د ځمکي د غصب يوه تازه پيښه بربنډه شوه .
د غصب په دې موضوع کې ، د احمدشا په نوم يوه کس اسناد وړاندي کړل ، چې د شرعي قبالي سره يو ځای  يې د حضرت شا په نوم د يوه کس څخه ځمکه رانيولې ده .
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو امر عزيزاحمد عزيز وايې ، چې  د کندهار د تاريخي ځايونو د ساتني دپاره د هيواد او ولايت په کچه هيڅ راز هڅه نه ده  شوې  او دا مهال  ټول  تاريخي ځايونه سخت زيانمن شوي ، ځمکي يې غصب شوي او تاريخي توکي يې  بهرنيو هيوادونو ته ترې قاچاق شوي دي .
(( د احمدشاهي کلا ديوال له منځه تللی دی ، د نادر اباد ښار چې پخوانی تاريخي ښار دی ټول غصب شوی دی او داسي نور تاريخي ځايونه بيخي داسي شوي دي ، چې بيخي د له منځه تلو په حال کې دي ، د زاړه ښار پر ځمکه زورواکانو د دولتي مسوولينو په همکاري زرګونه کورونه جوړي کړي دي ، د جاپانه نوی سکواټر  را وستل کيږي او دلته کيندني کوي . ) 
نوموړی ، د کندهار سيمه ايز چارواکي د تاريخي اثارو په چور او تالان کې ښکيل بولي .
(( موږ څو واره غاصبين نيولي دي ، پوليسو ته مو په لاس ورکړي خو هغوی يوه شپه وروسته خوشي شي ، موږ ته خلک د دولتي ادارو اجازې را ښکاره کوي  ، د نارنج ماڼۍ په تيره پيښه کې احمدشا نومي ته قباله ورکول شوې ده ، کادستر ځمکه ور جلا کړې ده او ښاروالۍ ځمکه ور خط کړې ده . ) )
عزيزاحمد عزيز وايې ، چې په  دې اړه يې د خپل مسووليت له مخي ولايتي او مرکزي ادارو   ته لسګونه ځله رسمي مکتبونه ورکړي خو هيڅ اقدام نه دی شوی .
نوموړی وايې ، د دولت نه توجه  او مجرمينو ته سزا نه ورکول د دې شاهدي  ورکوي ، چې په دې برخه کې دولتي چارواکي پراخ لاس لري او د قاچاقبرو سره يې ګټي شريکي دي .
د تاريخي ابداتو امر وايې ، چې د خلکو د احساس او همکارۍ له مخي ، له بهرنيو هيوادونو څخه  ګڼ شمير تاريخي اثار بيرته کندهار ته راوړل شوي دي او دا مهال په ميوزيوم کې پراته دي .
نوموړی  زياتوي ، چې تاريخ د يوه هيواد هويت ټاکي او ټينګار پر دې کوي ، چې نور دي د کندهار د تاريخي ابداتو د ساتني دپاره ملي احساس ژوندي او دولت دي خپل رسالت او مسووليت تر سره کړي .
دوې ورځي مخکي ، د کندهار والي توريالي په ويسا په مشري يوې غونډي پر دې ټينګار وکړ ، چې د تاريخي ابداتو د ساتني دپاره دي نوي ګامونه اوچت شي .
غونډې په  دې اړه يوه کميسيون ته هم دنده سپارلې ده ، چې ټول تاريخي ځمکي د زورواکانو له منګولو خلاصي او د نارنج ماڼۍ تر څنګ د نورو تاريخي ځايونو د ساتني دپاره دي هم ټول امکانات په کار واچول شي .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery