مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

حِــــــــــــــرَصْ

رحمت الله پښتون

 

ْ
 یوه دښته وه آباد په شنو ګیاوو
 سرو غونډیانو چاپیر کړی څلور خواوو
 په کولله کي خاوند ښځه له وخته
 ګنج په لاس ښځه غافله وه بدبخته
 دواړه اوس به زه جدا جدا بیان کړم
 خاصیتونه خصلتونه ټول عيان کړم
 ښځه دا عجیبه خوی یې د غرور وو
 حِرَصْناکه هڅي ښکاریدو تنور وو
 زړه غریب یې د خاوند حليمه جان وو
 قانع باشه خو غلام د قوماندان وو
 ژوند یې ډیر وو د خواريو تکلیف واړه
 روز و شام خاوند اخته غریب تلواره
 يوه ورځ عجیبه پیښه پردوی راغله
 ښځي امر کړو میړه ته لرګي راوړه
 سر زړیږي سو روان خاوند ځنګل ته
 ناڅاپي ګوره ایله سو کندي تل ته
 په کړاو او زحمتونو یې ځان خلاص کړ
 لاس قلنګ کي هم دستکشه یې په لاس کړ
 اوږد مزل وو پیښه راغللو سخته
 ناڅاپي یې ولیدلو لیمبو درخته
 ده لرګي وړله لرګیو ته راغلی
 ټوټې ټوټې کړي وه درختګیو ته راغلی
 ده چه وار کړی د قلنګ پر دغه درختي
 درختي ږغ کړلو حیران ورڅخه تیښتي
 ږغ راووت له دې درختي پریشانه
 چُپ رفته شو بند په ژبه بې زبانه
 سړي واوښتو حیرانه سو بې هوشه
 بې هوشي یې تر یو وخته وه خاموشه
 چه پر هوش سو درخته ګوري په ګويان ده
 ناست غریب تعجب بشر درخته میزان ده
 بعد له وخته درختي ږغ پر سړي بیا کړو
 مه وهه ژوند دي آباد حيراني دا کړو
 پس له وخته سو خاوند رهي جونګړ ته
 سر ځړیږي څوک چه وایي ځي لنګر ته
 نه لرګي لاس یې خالی وو رسيد کور ته
 فکر وړی ځي د خپلي خوني لور ته
 ښځي وليدو د لیري ګویاني سول
 سترګي غټي کړې د رنګه تنوري سول
 ګوره څه کړي دا خاوند ورته ګويان سو
 په قیصه چه مبتلا شکر زبان سو
 ټول داستان یې په خبرو کي واضح کړ
 ښکته پورته سپینو تورو کي واضح کړ
 ښځي امر کړو صادره اول واري
 ولاړ سه راوړه ماته آس چپني دواړي
 بیا رهي پر هغه لاره حيراني وو
 هغه لاره چه راغلی توپاني وو
 ښه دقت کا مطلبونه ترې راوځي
 د حرص په بوی لیوانو کي زړه سوځي
 اشاره یې شجرې ته په لیمو کړه
 ویل راکړه آس چپني ژر په کړو کړه
 درختي هڅي ورقبول دده مراد کړ
 داچه وه راوړي ده هغه یې یاد کړ
 بې کراره سو رهي لاړی وه کور ته
 توان نشته خوار رهي عاجز وه لور ته
 په کور ننوت خانمي کړی تر لاس ټینګ
 مچ یدونه هم په مینه کړی تر شا ټینګ
 ږغ خانمي پر خاوند کړ عجیبي ده
 شکر نه باسي خانمه یې مِکري ده
 ګوره اوس یې حرص پورته په هوا شو
 سول امرونه عاجزي خاوند نوا شو
 هڅي زړه په عاجزي دغه شیان راوړه
 زیات پیسې اميل بنګړي والیګان راوړه
 ورته ووایه چه غواړم ټول د زرو
 یو پیسو ته مه ورکړه شکل د زرو
 روانه سړی رهي شي بیا وه درخت ته
 ویل راسي ورځ قريبه شي بدبخته
 په هم دې وار درختي بیا کړلو قبول ټول
 ژبه واوښت د خانمي خندول ټول
 نه پوره سوه نه آرزو نه اُمیدونه
 نه کول بند په حرص کي نه شکرونه
 وار دریم دی چه ورځي خاوند بې موډه
 امر کړی وو خانمي له ډک هوډه
 نه غواړمه زه کوډله په دا شان چه
 غواړم کور د بنګلې دا عسکران چه
 بیا قبوله قبولي یې کړلو درختي
 امتحان دی د الله ج پر دغه سختي.
په حرص کي پاچاهي کړي خانه داسوه
 کړي په زرو کي بازی هیجاني داسوه
 د حرص لمبه یې پورته پر آسمان شوه
 مکر ګوره ږغ راووت پریشان شوه
 ولاړ سه څیري کړه سینه دغه بیان کړه
 آخري خــــــــــواهش زما پوره آرمان کړه
 ټول د کلي عام و خاص دي زما غلام شي
 که وي خان او که فقير تنها غلام شي
 ګویاني کــــــــړلو خاوند په بنده ژبه
 داسي نه وایم ترې خوښه کړمه کنده
 ورته ګوره مِکر و چل فریب حسد ته
 ژاړي وژاړي پر خاورو ولويد فرد ته
 پو یو قسم په یو شکل یې قانع کړ
 لږ رښتیا ډیر یې درواغ ورته بانې کړ
 سر لویدلی نیم بسمل ورته ولاړ دی
 درختي ږغ کړلو د چا سره دي کار دی؟
 سړي ږغ کړلو په وار هڅي حیرانه
 نه پوهیږي چه یې رابه کړي له ځانه
 زه خانمـــــــــــــــي یمه بیا تاته لیږلی
 ټول د کلي یې غلام کړه زه راغلی
 درختي وکیښ لوی آواز په تماشه کي
 نه قبول کړم دا مُراد نه آینده کي
 ورسه لاړ شه هغه پاته مي ترې واخیست
 موجوده هغه مانده ټوله ترې واخیست
 نږدې ورغلو وه کور ته سپین میدان وو
 درختي واخیستلو ټول سړی حیران وو
 ګوري څنګه بنګله ســـــــــوله کوډله
 ناست خامنه یې په دوړو وه ککړه
 کړه خندا خاوند په زړه کي په ګويا وو
 ما چه ولیده حــــــــَرِصه کُل تباه وو
 ټوله څه چه یې لرله بې بها وو
 ماچه ولیده حـــَرِصه کُل تباه وو

 تاریخ: ۰۶/۰۶/۲۰۱۴

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery