مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غلط لوری

اټک يوسفزی

 پاريس کې د ښار لاندې بله دنيا د اورګاډو لارې ، کرښې او مارکېټونه دي ، په هر اورګاډي د وروستي تم ځای نوم ليکل شوی وي ، هغه خلک چې د وروستي تم ځي په مسير کې اوسيږي اورګاډي ته راخيږي او په خپل خپل تم ځای کې ترې ښکته کيږي ٠
 تېره ورځ له کاره ستړی راووتم په تم ځي کې مې د راځړېدلي ټلويزيون په پرده کې وليدل زموږ د اورګاډي راتلو ته دوه دقيقي پاتې وې ، اورګاډی راغلو زموږ د ځای نوم يې پر اتوماتو ښيښو ليکل شوی و او ورپورته شولو ، اورګاډی چې يو ، دوه سټاپه مخکې ولاړ ګورو چې په بله خوا روان دی سوارلۍ حيرانه شوه ، خو د اورګاډي ډرېور ژر په لوډسپيکر کې غږ کړ: درنو مسافرينو وبخښي چې د تخنيکي تېرونتې له امله په اتوماتو ښيښو کې د REIMS پر ځای د LE MANS تم ځای ليکل شوی و٠
 موږ له اورګاډي ښکته شولو او بيرته مو دوه سټاپه په شاتګ دپاره د بل اورګاډي انتظار ويسته ، که موږ خپل منزل ته د رسېدو او پر مخ تګ په خاطر دوه سټاپه بيرته پر شاتګ نه وای کړی نو هيڅوک به خپل منزل ته نه وای رسېدلی٠
 بېشکه چې کله کله پر شاتګ هم د پرمختګ لامل ګرځېدای شي٠
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery