مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دمعاصر استعمار معاصري توطیئ:

عبدالسمېع واحدي

له نن څخه شاوخوا سل کاله دمخه د اروپایی او امریکایی ښکیلاک ګرو په سازشونو او د پلورل شوو غلامانو په مرسته عثماني خلافت ددی له پاره له مینخه ویوړل شوول چی غربی ښکیلاکګر هیوادونه نه غوښتل اونه غواړي چی په نړی کی دغربی نظامونو سره سیال اوپه برابرګی کی ولاړ یو مسلمان دولت حتی ددوی په وینا دمنځلاری مسلمانانوڅخه جوړ دولت شتون ولري، غربی ښکیلاک ګر دداډول غښتلی دولت درامنځته کیدو دمخنیوی په خاطر له هر ډول دسیسو ، سازشونو توطیوو اوبشریي ، مالی اوتخنییکی توانایو څخه کار اخیستی اواخلی یی . په مصر کې د ټاکنو په واسطه او د ولس د ازادو رایو له مخې داخوان المسلیمین په څیر یو منځلاري ګوند ځواک تر لاسه کړ ، خو ښکیلاک ګرو دخپلو کورنیو غلامانو په واسطه دمرسي حکومت راوپرزوو ، په الجزایر کې په ۹۲ کال د ولس د ازادو ټاکنو په واسطه د اسلامي جبهي کاندید ولسمشرۍ ته برې وموند خو فوځ یی د فرانسویانو په قومنده هغه ټاکنې سمدلاسه لغوه او ددې جبهي مسؤلین یی بندیان کړل اویا یی هم هجرت ته اړه کړل او یو شمیر یی غرونو ته شول تر څو دخپلو حقه حقوقو له پاره وسلواله مبارزه وکړي . د فلسطین د غزي په تراړه کې د حماس ګوند ټاکنې و ګټلې خو حکومت یی چا په رسمیت و نه پيژاند ، په مالي کې هم یو غورځنګ راپورته شو او د مالي د څو ښارونو د نیولو وروسته یی دخلافت اعلان وکړ ، خو هغه هم دفرانسوي عسکرو له خوا و ځپل شو اوبیرته یی ټول نیول شوي ځایونه له لاسه ووتل چې اوس یی درک هم نه لګیږي . همدا راز په صومالیه کې د بوکو حرام ګوند ان د صومالیی تر مرکز موګادیشو پورې ټوله صومالیه خپله کړه ، خو واکمنۍ ته پرې نه ښوول شواود افریقایی ګډو ځواکونو په واسطه یی بوکو حرام د صومالیی پولو ته و ځغلاوه، په تونس کې د هغه هیواد ستر سیاسي اسلامي ګوند د هغه ځآې د رژیم د راپرځیدو وروسته ټاکنې وګټلې خو پرې یی نه ښود چې دامن نه ډک نظام جوړکړي ، سوسیالیستان ،لیبرالان او ښځې یی پسې را پاڅولې تر څو د اسلامي نظام په مخالفت کې په هیواد کې ګډوډي راوړي ، همدا راز زمونږ دهیواد په ګاونډی هیواد جعلی پاکستان کی دلمړی ځل دپاره انګریزی ښکیلاک هغه وخت په خپل دسیسه کی کامیاب شوو چی دمذهب په نامه دویشل شوی هند نه جلا شوی هیواد کی داسلامي نظام په مخنیوی کی کامیاب شوول اودپاکستان په نامه دیو جعلی هیواد رامنځ ته کولو په ذریعه دهند په نیمه لویه وچه کی داسلام دمقدس دین دچټک خپریدا مخه یی ونیوله ، ترهغه ځایه چی زمونږ دهیواد موضوع ده غربی ښکیلاک ګر دسیوسالیزم یا شرقی بلاک په رانسکورلو کی د افغان ولس دسپیڅلی مبارزی سره مغرضانه مرستی وکړی اودهغه وخت جهادي تنظیمونو په رهبری کی کم تجربه اواحساساتی مشرانو شتون چی منظم خپلواک سیاسی اقتصادی اونظامی کړن لاره اوتګلاره یی نه لرله ښکیلاک ګروته دهغوی دشومو توطیو دپلی کولو ښه موقع اوچانس په لاس ورکړه چی لمړنی توطیه یی په افغانستان کی دتنظیمی خپل منځی جګړو پیل وو چی دغربی ښکیلاک په مالی مرستو دګوډاګی جعلي پاکستان په مرسته ترسره شوو اوپه دي ډول زمونږ په هیواد کی دیو غښتلی نظام درامنځته کیدو مخنیویی وکړ اوبالاخره خبره دی ورسیده چی امریکایان اودهغوی ایتلافی ملګری نظامی یرغل ته زمینه برابره کړی شوه، غربیان هره ورځ د اسلامي هیوادو په ویشلو پسې نقشې جوړوي ، د افغانستان د ویشلو ، پاکستان د ویشلو ، د عراق د ویشلو ، د سوریی ، لیبیا او ان تر دې چې د مصر د ویشلو له پاره کار کوي ، دادې د سودان د ویشلو او د اندونیزیا څخه د شرقي تیمور د جداکولو تجربي زمونږ تر مخه دي .
دمصر، تونس، الجزایر اونورو هیوادونو دمسلمانانو په څیر افغانان هم دافغانستان په ورستیو ټاکنو کی په پراخه کچه ګډون وکړ اوددښمن هغه تبلیغاتي جګړه یی دناکامی سره مخ کړه چی ویل یی افغانان ټاکنودترسره کولو فکري توانایی نه لري اویواځی دټوپک په ژبه پوهیږي خو په تاسف سره چی دلته هم ښکیلاګ ګر اودهغو ګمارل شوي ډلی اواشخاص په پوره توان سره کارکوی ترڅو په هیواد کی دمنځینی ختځ غوندي دغه پروسه یوه سیاسی وسیله وګرځوی اوزمونږ په هیواد کی قومي تفرقوته په پراخه کچه لمن ووهي اوهیواد مو خدای مه کړه دتجزی خواته بوځی اودنړی په دي کوچني نقطه کی هم دمسلمانانو دلاکمزوری کولو یو بل شوم اومغرضانه غربي استعماري پلان کامیاب شي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery