مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-18   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د ښارصفا ولسوالۍ چارواکي د پوليسو په تشکيل کې زياتوالی غواړي .

د زابل ولايت د ښارصفا ولسوالۍ چارواکي وايي ، چې د دې ولسوالۍ څخه د رومانيايي سرتيرو په وتلو سره د افغان امنتي ځواکونو دندي د ستونزو سره مخ شوي دي .
د ولسوالۍ ولسوال وايې ، چې د پوليسو تشکيل يې کم دی او دا مهال يې په وړاندي تر ټولو لويه ستونزه د وسله والو طالبانو له لوري د ښخ شويو ماينونو د له منځه وړلو دپاره د مسلکي پرسونل او سامان الاتو نه شتون دی .
ښارصفا ولسوالي د کندهار او زابل ولايتونو تر منځ د ويش سيمه ده ، چې د زابل د نورو ولسواليو په پرتله ارامه بريښي   د ولسوالۍ څخه دا مهال ټول بهرني سرتيري وتلي دي او د امنيت چاري يوازي افغان ځواکونه پر مخ بيايي .
د ښارصفا ولسوالۍ ولسوال عبدالخالق ايوبي وايې ، چې د امريکايي سرتيرو په وتلو سره امنتي چاري سمي شوي دي ، خو د رومانيايي سرتيرو په وتلو چې  د کندهار ـ کابل د لويي لاري امنيت يې ساته پر دې لاره امنتي پيښي زياتي شوي ، چې د ولسوالۍ د امنتي ځواکونو او او اوسيدونکو په وړاندي يې ستونزي  زيږولي دي .  ولسوال وايې ، چې د پوليسو تشکيل يې کم دی خو ولسوالي يې پراخه ده ، نوموړی غواړي چې مرکزي دولت يې د ولسوالۍ د خوندي کولو دپاره د پوليسو په شمير کې زياتوالی راولي .
ولسوال  په ټوله ولسوالي کې تر ټولو لويه ستونزه د ماينونو پر ځای کول بولي او زياتوي چې د له منځه وړلو دپاره يې مسلکي پرسونل او سامان الات نه لري ، چې له امله يې زيات وختونه امنتي سرتيري او ملکي وګړي خپل ژوند د لاسه ورکوي .
شهرصفا د کندهار او کابل پر لويه لار پرته ولسوالي ده ، چې د زابل د نورو ولايتونو په پرتله ارامه ده ، خو دلته د بيارغوني تر څنګ د پوهني او روغتيا بهير هم ټکنی دی ، چارواکي وايې چې په اړه يې پيشنيهادونه کړي دي خو تر اوسه يې د هو او يا ځواب نه دی تر لاسه کړی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery