مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-23   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : د اختر دپاره د کلکو امنتي تدابيرو خبر ورکړل شو .

لودين

د کندهار امنيتي چارواکو د کوچني اختر لپاره د ټينګو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر ورکړ.
د کندهار مطبوعاتي دفتر د يوي خبرپاڼي په خپرولو سره خبر ورکوي ، نن ورځي امنيتي غونډه چي د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د مرستيال والي عبدالقديم پتيال په مشري جوړه سوې وه، پکي د ملي امنيت رئيس جنرال عيسى محمد، د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي، د ٢٠٥ اتل قول اردو د دريمي لوا قومندان جنرال مرتضى خان، د اطلاعاتو او کلتور رئيس او د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال، د لوى محبس مدير محمداکبر زابلي او د ايساف او افغان ځواکونو يو شمېر مسوولينو ګډون کړى وو.
خبرپاڼه وايې ، مرستيال والي عبدالقديم پتيال د ټولو امنيتي ارګانونو هغه هلي ځلي چي د امنيت په برخه کي يې ترسره کړي، وستايلې او خبر يې ورکړ چي د دغه ولايت امنيتي چارواکو د اختر لپاره ځانګړى امنيتي پلان جوړ کړى، تر څو د کندهار اوسېدونکي په ډاډمنه امنيتي فضا کي اختر ولمانځي. نوموړي زياته کړه، امنيتي ځواکونه هڅه کوي چي د ټول کندهار په ځانګړي ډول مېله ځايونو چي ګڼه ګوڼه پکي زياته وي، امنيت خوندي کړي. ښاغلي پتيال داراز د کندهار له ټولو اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه چي د اختر پر مهال د وسايطو د چلولو پر مهال له احتياطه کار واخلي، تر څو د اختر د خوښي يې د ټرافيکي پېښو له امله په غم بدله نه سي.
ښاغلي پتيال زياته کړه، څو ځلي يې د کندهار دوکاندارانو او يو شمېر تجارانو ته خبر ورکړى چي دغه ولايت ته پلاسټيکي وسلې واردي نه کړي. نوموړي وويل، پلاسټيکي وسلې د ماشومانو پر اذهانو ناوړه اغېز کوي او له کوچنيوالي څخه له وسلو سره اشنا کېدل خطرناکي پايلي لري.

خبرپاڼي د پتيال له خولې ليکلي دي ، که کوم دوکاندار وليدل سو چي پلاسټيکي وسلې خرڅوي، نو قانوني چلند دي ورسره وسي.
د ٢٠٥ اتل قول اردو د دريمي لوا قومندان جنرال مرتضى خان وويل، ځواکونه به يې په مېړانه د ځانګړو امنيتي پلانونو له مخي د کندهار ښار او ولسواليو امنيتي چاري سمبال کړي. نوموړي زياته کړه، د امنيت خوندي کولو په موخه يې له څو ورځو راهيسي د کندهار ښار تر څنګ په ځينو ولسواليو کي هم تصفيوي عمليات کړي چي په ترڅ کي يې يو شمېر وسله وال ترهګر او ګڼ شمېر وسلې نيولي دي.
د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي هم په خپل وار سره د ملي پوليسو له خوا د يو لړ تصفيوي عملياتو او په ترڅ کي يې د ځينو لاسته راوړنو خبر ورکړ. هغه زياته کړه، د افغان ملي پوليسو له خوا د کندهار ښار تر څنګ په ځينو ولسواليو کي د ١٤ ګډو او ١٧ ځانګړو عملياتو پر مهال ٩ وسله وال مخالفين وژل سوي دي او له هغوى څخه يو شمېر وسلې هم نيول سوي دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery