دخپریدو نیټه : 2014-07-23 مخپرونکئ : 129 - دبېنواخبريال- کابل
د هلمند جګړو کې په سلګونو پاکستاني وسلوالو او روزل شویو ملیشو برخه درلوده .
رشادسادات
د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، د هلمند د سنګین ولسوالۍ په وروستیو جګړو کې په سلګونو پاکستاني وسلوالو او روزل شویو ملیشو برخه درلوده .
د ملي امنیت چارواکي وایي ، په هیواد کې له وروستیو بریدونو څخه د پاکستاني استخباراتو د ملاتړ یوازینۍ موخه پر افغان حکومت د سیاسي فشار واردول دي
ملي امنیت همدا راز وایي چې په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ روان عملیات هیڅ ډول لاسته راوړنه نه لري او یوازې له امریکا څخه د مرستو تر لاسه کولو په موخه پیل شوي دي .