مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خالی لاس

حاجی محمد نوزادی


زوی مـــــي و پــوښــتــل چي پـلاره

لـــــــــږ خـــبــر مـي کـړه لــه حالــه

تـــــــه لــه کـــومـه یــی راغــلـــــی

چـــــا پـــه څــــه یــې پـیـژنــدلـــــی

څــــــه کــمـال ، څــه دي کــارونــه

چــــي پـــرې و کــانــدم ویــاړونـــه

شــــم به خوښ چـــي زوي د چـایــم

چـــــــي هــمــزولــو کي دی ستـایـم

مـــــا وې زوي د احـــمـــدخـان یـــم

او لـــمسی د مــیـرویـس خـان یــــم

لــــــه ډهــلـــي تـر اصـفـــهـــانــــه

نــــوم یــې پـروت دی پـه میـړانـــه

تـــــــه راواخـــلـــه کـــتــابـــونــــه

ســـــــه خــــبـر پـــه تـاریـخـونــــه

دوي پـــــــه تـــــوره جـنـګـیـد لـــه

غــــلــــیــــمـان یــی ماتــــولــــــــه

زوی مـــي بـــیــا وویـــل پـــــلاره

پـــــوه مــي نه ســوی ته له سوالـه

تــــه خــــپــل ځـــان راتــه وښـیــه

چـــي تــه ویــــښ یې که ویــده یـه

پـــلار نـــیــکــه کیسې دي ډیــري

هــــغــه ټــولــي دي اوس تــیــري

خــــپــل پـه کـومـو کـارو ویــاړې

څــه دي کـــړي او څــه غـــواړې

هـک حـیـران سوم چي څه یادکړم

په کـوم ویـاړ به مي زوي ښادکړم

زه بـــــه څـــنــګه ورتـــه وایـــــم

چـــــــي بــی وســـه بــیــنـوا یـــم

ســــپـــیـنـه ورځ وه پــه رڼـا مـي

تــیـــره تــــــــوره د بــــابـــا مـي

کـــــړه د ورور پـه زړه کي ماتـه

اوس خـــالـــی لاس یــــمه پـــاتـه  (*)

     ډنمارک ـ ۱۱ / ۷ / ۲۰۱۴

 

(*) ـ ددغه شعر مقطع د درویش دُراني د یوه غزل له مطلع سره په ورته والي راغلې ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery