مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په ننګرهار کې پر سیمه ییزو پولیسو ځانمرګی برید شوی

احمد فیصل
د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې پر سيمه ييزو پوليسو ځانمرګى بريد شوى دى. د خوګياڼو ولسوال نعمت الله نورزي وايي دغه ځانمرګى بريد نن سهار اته بجې د وزيرو له دوسرکې بازار سره د سيمه ييزو پوليسو يوې پوستې ته څېرمه شوى دى. هغه زياته کړه، چې ځانمرګى بريدګر پلى و او په سيمه کې ولاړو سيمه ييزو پوليسو ته نږدې يې ځان ته چاودنه ورکړې ده. ولسوال وويل، چې په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى. يوې بلې امنيتي سرچينې ویلي چې په وژل شوو کې د ملک نواب په نوم د سيمه ييزو پوليسو يو ځايي قوماندان شامل دى. سرچينه زياتوي، چې ملک نواب پخوانى قومي مشر و او د وسله والو مخالفينو له خوايې کور هم ړنګ شوى و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery