مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په غزني کې د یوې نښتې په ترڅ کې د کروندګرو فصلونو اور اخیستی

احمد فیصل
د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې له امله د ځايي کروندګرو فصلونو اور اخيستى او پر ١٦ جريبه ځمکه ولاړ غنم سوځېدلي دي. د ده يک ولسوال کريم الله وايي، چې تېره شپه د يادې ولسوالۍ په ″تاسن″ سيمه کې وسله والو د پوليسو پر پوستو بريد وکړ. ولسوال وايي، چې د بريد په ترڅ کې پر ولاړو فصلونو د یاغیانو له لوري توغول شوې د رسام مرمۍ لګېدلې او اور لګېدنه يې رامنځته کړې ده. ده وويل چې ځايي خلکو تر جګړې وروسته په ډېر مشکل د اور وژلو هڅه وکړه، خو ونه توانېدل مړ يې کړي. د غزني د والي وياند شفیق ننګ پېښه تاییدوي او وايي چې په دې نښته کې افغان پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو په ځوابي ډزو کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د والي وياند د وسله والو د مرګ ژوبلې شمېره ونه ښوده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery